Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 181–190 of 206

181

وَمِمَّنْ خَلَقْنَآ أُمَّةٌۭ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ

او له هغو كسانو څخه چې مونږ پیدا كړي دي؟ یوه ډله ده چې په حقه سره نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي

او د هغه چا نه چې مونږ پیدا کړي؛ یوه ډله ده چې بیان کوي خپلو ځانونو ته په حق سره، او نور خلک هم دې حق ته رابولي نو هغوی هم هدایت بیانوي، او په دې حق سره په انصاف فیصلې کوي نو ظلم زیاتی نه کوي.

Al-A'raaf 7:181Listen in Qur'an →
182

وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ

او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو يې تكذیب كړى دى؛ ژر به مونږ دوى له داسې لوري په تدریج سره راونیسو چې دوى به نه پوهېږي

او هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونو آیتونو ته، او په هغې ایمان نه راوړي، بلکې انکار ترې کوي، خامخا مونږ به پرانیزو دوی ته دروازې د رزق، د دوی د عزت لپاره؛ بلکې دوی ته د مهلت ورکولو لپاره تر دې چې په خپلې دې ګمراهۍ کې نور هم ورننوځي، بیا به دوی ته زمونږ عذاب ناڅاپه راشي.

Al-A'raaf 7:182Listen in Qur'an →
183

وَأُمْلِى لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِى مَتِينٌ

او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما تدبیر (چل) ډېر مضبوط دى

او زه به وروسته کوم د دوی نه عذاب تر دې چې دوی دا ګومان وکړي چې ګویا کې دوی ته عذاب نه راځي، نو دوی به په خپل دې دروغ ګڼلو او کفر باندې همیشوالی وکړي تر دې چې دوی لره به عذاب څو چنده شي، بیشکه نیول او چل زما ډیر مضبوط دي، نو زه دوی ته احسان ښکاره کوم، او دوی لره د شرمولو او سپکولو اراده لرم.

Al-A'raaf 7:183Listen in Qur'an →
184

أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا۟ ۗ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ

ایا دوى فكر نه دى كړى، چې د دوى په ملګري پورې هېڅ لیونتوب نشته، نه دى هغه مګر یو ښكاره وېروونكى

آیا سوچ او فکر نه کوي دا دروغ ګڼونکي د الله تعالی آیتونو لره او د هغه پیغمبر لره، نو خپل عقلونه په کار واچوي د دې لپاره چې دوی ته ښکاره شي چې بیشکه محمد صلی الله علیه وسلم لیونی ندی، بلکې دې د الله تعالی له طرفه یو پیغمبر دی د دې لپاره یې رالیږلی چې خلک د الله تعالی له عذاب څخه په ډاګه وویروي.

Al-A'raaf 7:184Listen in Qur'an →
185

أَوَلَمْ يَنظُرُوا۟ فِى مَلَكُوتِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍۢ وَأَنْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَدِ ٱقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ

ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت كې غور نه دى كړى او په هغه كې چې الله څه شى هم پیدا كړى دى او په دې كې چې كېدى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى په كومه خبره ایمان راوړي؟

آیا نه ګوري دا خلک د اعتبار په سترګو د الله تعالی بادشاهئ ته په اسمانونو او ځمکه کې، او وګوري هغه څه ته چې الله تعالی په دې کې پیداکړي د حیواناتو او نباتاتو او نورو مخلوقاتو نه، او سوچ وکړي په خپلو هغو نیټو کې چې کیدای شي د هغې اخر وخت رانږدې شوی وي نو مخکې د وخت د ختمیدو نه توبه وباسي، نو کله چې دوی په قران باندې ایمان نه راوړي او په هغو زیرو او ویرو باندې چې په دې کتاب کې دي نو په کوم کتاب به ایمان راوړي؟!

Al-A'raaf 7:185Listen in Qur'an →
186

مَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَا هَادِىَ لَهُۥ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ

هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او هغه (الله) دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي

هغه څوک چې الله تعالی يې د حق طرف ته هدایت نه لرې کړي، او الله تعالی یې د نیغې لارې نه بې لارې کړي، نو نشته دې لره څوک هدایت کوونکی چې هدایت ورته وکړي، او پریږدي دوی لره الله تعالی د دوی په ګمراهۍ او کفر کې سرګردان چې هیڅ شي ته نشي رسیدلی.

Al-A'raaf 7:186Listen in Qur'an →
187

يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَآ إِلَّا هُوَ ۚ ثَقُلَتْ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةًۭ ۗ يَسْـَٔلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِىٌّ عَنْهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

دوى له تا نه د قیامت په باره كې سوال كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغه علم زما له رب سره دى، په خپل وخت يې نه ظاهروي مګر هغه، دا (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، په تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي

پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- دا دروغجن ګڼوونکي او لویي کوونکي د قیامت نه: چې کله به دا قایمیږي او په دې به علم راوړل کیږي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: نشته علم د دې زما سره او زما نه پغیر د بل چا سره، بلکې علم د دې یوازې خاص د الله تعالی سره دی، نه ښکاره کوي دې لره خپل ټاکل شوي وخت ته مګر هغه ذات چې دې لره یې وخت ټاکلی، پټ دی وخت د ښکاره کیدو د دې د اسمانونو او ځمکو والاوو باندې، نه به راځي تاسو ته دا مګر ناڅاپه، دوی ستا څخه د قیامت باره کې داسې پوښتنه کوي ګویا کې ته حرص کوونکی یې د علم حاصلولو نه په قیامت باندې، او دوی ته دا پته نشته چې بیشکه ستا څخه د قیامت باره کې پوښتنه نشي کیدلی ستا د پوره علم نه ستا په رب باندې، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه علم د قیامت یوازې خاص د الله تعالی سره دی، خو لیکن ډیر دخلکو نه په دې خبره نه پوهیږي.

Al-A'raaf 7:187Listen in Qur'an →
188

قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى نَفْعًۭا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ لَٱسْتَكْثَرْتُ مِنَ ٱلْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِىَ ٱلسُّوٓءُ ۚ إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌۭ وَبَشِيرٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ

ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه په غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

ته ووایه -ای پیغمبره-: زه طاقت نه لرم د خیر رسولو خپل ځان ته، او د خپل ځان نه د تکلیف لری کولو، مګر هغه چې الله تعالی یې وغواړي، بلکې دا ټول د الله تعالی په واک او اختیار کې دي، او زه نه پوهیږم مګر په هغه څه چې الله تعالی ما ته راښودلي دي، نو زه په پټو خبرو (غیبو) نه پوهیږم، او که چیرته زه په پټو خبرو (غیبو) باندې پوهیدلی، نو ما به هغه کارونه کړی و چې ماته پته وه چې دا ما ته ګټه رارسوي، او زما نه بدي لرې کوي؛ ځکه چې ماته به معلومات وی د کارونو وړاندې لدینه چې رامنځ ته شي او ما ته به معلومات وی چې څه به کیږي، نه یم زه مګر یو پیغمبر یم د الله تعالی له طرفه، د هغه له دردناک عذاب څخه خلک ویرووم، او د هغه په ښایسته ثواب باندې هغه قوم ته زیری ورکوم چې د الله تعالی له طرفه زما په پیغمبرۍ ایمان لري، او ما چې کومه وحې راوړې هغه ریښتوني ګڼي.

Al-A'raaf 7:188Listen in Qur'an →
189

۞ هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍۢ وَٰحِدَةٍۢ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّىٰهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًۭا فَمَرَّتْ بِهِۦ ۖ فَلَمَّآ أَثْقَلَت دَّعَوَا ٱللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ ءَاتَيْتَنَا صَٰلِحًۭا لَّنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ

همدغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې هغه (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو د له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو

خاص الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست -ای نارینه و او ښځینه و- د یو نفس نه چې هغه آدم -علیه السلام- دی، او د آدم -علیه السلام- څخه یې د هغه بي بي حواء پیداکړې، د هغه له پښتۍ څخه يې پيډا کړې د دې لپاره چې هغې ته سکون او ارامي ورکړي، او په هغې باندې ډاډ حاصل کړي، نو هر کله چې خاوند د خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړ، نو سپک حمل یې واخیست داسې چې دا پرې نه پوهېدله؛ ځکه چې دا اول وخت و، او خپل دې حمل سره به همداسې وه چې خپلې چارې یې په مخ وړلې دروندوالی یې نه محسوساوه، نو هر کله چې دروند شو او د دې په خیټه کې غټ شو دواړو ښځې او خاوند له الله تعالی څخه دعا وغوښتله داسې یې وویل: ای ربه! که تا مونږ ته روغ رمټ زوی راکړې مونږ به ستا د نعمتونو شکر ویستونکي شو.

Al-A'raaf 7:189Listen in Qur'an →
190

فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُمَا صَٰلِحًۭا جَعَلَا لَهُۥ شُرَكَآءَ فِيمَآ ءَاتَىٰهُمَا ۚ فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

نو كله چې هغه (الله) (نو) دوى ته روغ بچى وركړ، دوى د هغه (الله) لپاره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغو نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي

نو هر کله چې الله تعالی د دې دواړو دعا قبوله کړه، او دوی ته یې روغ رمټ بچی ورکړ لکه څرنګه چې دوی غوښتلی و؛ جوړ یې کړ د الله تعالی سره شریک په هغه بچې کې چې الله تعالی دوی ته ورکړی و، نو نسبت د بندګۍ یې د نوم په کیښودلو کې بل چاته وکړ، او عبد الحارث (د حارث بنده) نوم یې پرې کېښوده، نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو پس هغه یوازې دی په پاللو د بندګانو کې او په حق د بندګۍ کې.

Al-A'raaf 7:190Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.