Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 171–180 of 206

171

۞ وَإِذْ نَتَقْنَا ٱلْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُۥ ظُلَّةٌۭ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُۥ وَاقِعٌۢ بِهِمْ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَٰكُم بِقُوَّةٍۢ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

او كله چې مونږ د دوى له پاسه غر راپورته كړ، ګویا كې هغه سايبان دى، او دوى یقین وكړ چې بېشكه دا په دوى راپرېوتونكى دى، تاسو په قوت سره ونیسئ هغه (تورات) چې مونږ تاسو ته دركړى دى او یاد كړئ هغه څه چې په دې كې دي، د دې لپاره چې تاسوپرهېزګاره شئ

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ غر د خپل ځای څخه راوویست نو دبني اسرایېلو دپاسه مو پورته کړ هر کله چې هغوی انکار وکړ د قبلولو د هغو احکامو نه چې په تورات کې وو، نو غر د دوی دپاسه داسې شو لکه سوری شوی وریځ، او دوی دا یقین وکړ چې دا راغورځیدونکی دی په دوی باندې، او دوی ته وویل شو: ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي په ریښتیا او کوشش او قوي عزم سره، او یاد کړئ هغه احکام چې الله تعالی تاسو ته روا کړي او مه یې هیروئ؛ که دا کار وکړئ شاید د الله تعالی څخه وویریږئ.

Al-A'raaf 7:171Listen in Qur'an →
172

وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِىٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَآ ۛ أَن تَقُولُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَٰفِلِينَ

او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغوى له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ ګواهي وكړه، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږه له دې نه غافله وو

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا د شاګانو د بني ادمو نه د هغوی اولادونه، او د هغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې د هغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی د اقرار کولو نه په دې خبره چې دا د دوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو د قیامت په ورځ انکار ونه کړئ د الله تعالی د حجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ د دې په اړه معلومات نه درلودل.

Al-A'raaf 7:172Listen in Qur'an →
173

أَوْ تَقُولُوٓا۟ إِنَّمَآ أَشْرَكَ ءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةًۭ مِّنۢ بَعْدِهِمْ ۖ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلْمُبْطِلُونَ

یا دا و (نه) وایئ چې بېشكه خبره دا ده چې شرك زمونږ پلرونو كړى و مخكې، او مونږ له هغوى نه وروسته (د هغوى) اولاد وو، ایا ته به مونږ په هغه څه سره هلاكوې چې باطل پرستو كړي دي؟

او یا دا دلیل ونه وايې چې بیشکه د دوی پلاران چې وو هغوی دا لوظ مات کړی و نو د الله تعالی سره یې شرک کړی و، او تاسو چې وئ نو د خپلو پلارانو تقلید کوونکی وئ په هغه شرک کې چې تاسو پرې هغوی موندلی وو، نو بیا به داسې وایئ: آیا ته مونږ رانیسې -ای زمونږه ربه- په هغه کار چې کړی و زمونږ پلارانو؛ هغوی چې باطل کړي وو خپل عملونه په شرک کولو سره په الله تعالی باندې نو ته مونږ ته عذاب راکوې؟ نو زمونږ خو هیڅ ګناه نشته؛ ځکه چې مونږ ناخبره و او د خپلو پلارانو تقلید مو کاوه.

Al-A'raaf 7:173Listen in Qur'an →
174

وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْءَايَٰتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

او همدارنګه مونږ په تفصیل سره ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى راوګرځي (له تقلیده)

او لکه څرنګه چې مونږ آیتونه بیان کړل په انجام د دروغجنو قومونو کې همدارنګه یې مونږ دوی ته بیانوو؛ شاید چې دوی د شرک نه یوازې د الله تعالی بندګۍ ته راوګرځي؛ لکه څرنګه چې په هغه لوظ کې راغلي و چې دوی د خپلو ځانونو باره کې د الله تعالی سره کړی و.

Al-A'raaf 7:174Listen in Qur'an →
175

وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ٱلَّذِىٓ ءَاتَيْنَٰهُ ءَايَٰتِنَا فَٱنسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ ٱلشَّيْطَٰنُ فَكَانَ مِنَ ٱلْغَاوِينَ

او ته دوى ته د هغه كس خبر ولوله چې مونږ هغه ته خپل ایتونه وركړي وو، نو دى له هغو نه ووتلو، نو شیطان د هغه پسې شو، نو له ګمراهانو څخه شو

او ولوله -ای پیغمبره- په بني اسرایېلو باندې خبر د یو سړي چې د دوی نه و مونږ ورته خپل آیتونه ورکړي و نو هغه یې یاد کړي و او په هغه حق باندې هم پوهه شوی و چې دې آیتونو پرې دلالت کاوه، خو لیکن عمل یې پرې ونه کړ، بلکې پریېښودل او د هغه نه ئې ځان وویسته، نو شیطان ورپسې شو، او د دې خاص دوست وګرځید، نو شو دا د ګمراهانو او هلاک شوو نه وروسته د دې نه چې دا د هدایت موندونکو او کامیابانو څخه و.

Al-A'raaf 7:175Listen in Qur'an →
176

وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَٰهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُۥٓ أَخْلَدَ إِلَى ٱلْأَرْضِ وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ ۚ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ ٱلْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا ۚ فَٱقْصُصِ ٱلْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ

او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي

او که چیرته مونږ غوښتلی وی فایده ورکول ده ته په دې ایتونو نو خامخا اوچت کړی به وی مونږ ده لره په دې سره داسې چې د نیک عمل توفیق به مو ورکړی و، نو په دنیا او اخرت کې به اوچت شوی و، خو لیکن ده هغه څه اختیار کړل چې شرمیندګۍ ته یې رسوي کله چې ده د دنیا خواهشاتو ته مخه کړه او دنیا یې په خپل اخرت باندې غوره کړه، او تابعداري یې وکړه د هغه باطل چې د ده خواهش غوښته، نو د ده مثال په دنیا پسې د ډير حرص له وجې نه داسې دی لکه د سپي په شان چې همیشه په هر حال کې یې ژبه راویستلي وي، که په ځای ولاړ وي نو هم ژبه راوباسي، او که وشړل شي بیا هم ژبه راوباسي، دا بیان شوی مثال د هغه ګمراه قوم مثال دی چې زمونږ د ایتونو د دروغجن ګڼلو په وجه ګمراه شوي وي، نو ته بیان کړه -ای پیغمبره- قصې په دوې باندې؛ شاید چې دوی به فکر وکړي نو د خپل دروغجن ګڼلو او ګمراهۍ نه به بند شي.

Al-A'raaf 7:176Listen in Qur'an →
177

سَآءَ مَثَلًا ٱلْقَوْمُ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ

د مثال له مخې هغه قوم بد دى چې زمونږ د ایتونوتكذیب يې كړى دى او دوى به خاص په خپلو ځانونو ظلم كاوه

نشته ډیر بدتر د هغه قوم نه چې نسبت د دروغو کوي زمونږ آیتونو او دلیلونو ته، او په هغه باندې تصدیق نه کوي، او دوی په دې سره په خپلو ځانونو ظلم کوي په رسولو د دې د هلاکت ځایونو ته.

Al-A'raaf 7:177Listen in Qur'an →
178

مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِى ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

چا ته چې الله هدایت په نصیب كړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې هغه (الله) يې ګمراه كړي، نو همدغه خلق تاوانیان دي

الله تعالی چې چاته د هدایت توفیق ورکړي نیغې لارې ته نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی؛ او څوک چې د نیغې لارې نه لرې کړي، نو دغه کسان نقصان کوونکي دي خپلو برخو لره، هغه کسان چې په تاوان کې اچولي خپل ځانونه او کورنۍ خپلې د قیامت په ورځ، خبردار دا ښکاره تاوان دی.

Al-A'raaf 7:178Listen in Qur'an →
179

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌۭ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌۭ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌۭ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ كَٱلْأَنْعَٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَٰفِلُونَ

او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي

او بیشکه مونږ پیدا کړي د جهنم لپاره ډیر د پیریانو نه، او ډیر د انسانانو نه؛ ځکه مونږ پر دې پوهېدو چې دوی به د جهنمیانو کارونه کوي، دوی زړونه لري خو داسې څه پرې نه شي راګیرولوي چې دوی په خپل ګټه او تاوان پوه شي، او دوی لره سترګي هم شته خو لیکن په نفسونو او کایناتو کې پرې د الله تعالی د قدرت نښې نه شي لیدلی چې عبرت ترې واخلې، او دوی لره غوږونه هم شته خو لیکن د الله تعالی آیتونه پرې نشي اوریدلی چې پدې کې غور او سوچ وکړي، دغه کسان چې دا صفات لري د عقل په نشتوالي کې د څارویو په شان دي، بلکې د څارویو نه هم ډېر لرې دي په ګمراهۍ کې، دغه کسان بې خبره دي د ایمان نه په الله تعالی او په ورځې د آخرت.

Al-A'raaf 7:179Listen in Qur'an →
180

وَلِلَّهِ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ فَٱدْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا۟ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ أَسْمَٰٓئِهِۦ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

او خاص د الله لپاره ترټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو دى په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه (الله) په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به دوى ته د هغو عملونو سزا وركړى شي چې دوى به كول

او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې د هغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره د الله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي د حق نه په دې نومونو کې داسې چې د الله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې د الله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا د الله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې د حق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب د هغو کارونو چې دوی کول.

Al-A'raaf 7:180Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.