Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 161–170 of 206

161

وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ ٱسْكُنُوا۟ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ وَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا۟ حِطَّةٌۭ وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًۭا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيٓـَٰٔتِكُمْ ۚ سَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ

او كله چې دوى ته وویل شول چې تاسو په دې كلي كې اوسئ او له دې (كلي) نه خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه شي، او تاسو وایئ: وبخښه (زمونږ ګناهونه) او په دروازه كې سجده كوونكي داخل شئ، مونږ به ستاسو ګناهونه وبخښو، ژر به مونږ نېكي كوونكو ته نور زیات (ثواب) وركړو

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی بني اسرایېلو ته وویل: ننوځئ تاسو بیت المقدس ته، او د هغه کلې له میوو څخه وخورئ کوم ځای چې ستاسو خوښ وي او په کوم وخت کې چې تاسو غواړئ، او ووایئ: ای زمونږ ربه! لرې کړه زمونږ نه ګناهونه زمونږ، او ننوځئ په دروازه کې رکوع کوونکي او عاجزي کوونکي خپل رب ته؛ نو که چیرته تاسو دا کار وکړ، نو مونږ به ستاسو د ګناهونو نه تېر شو، او خامخا زیاتوو مونږ خایسته عمل کوونکو لره د دنیا او آخرت د نعمتونو نه.

Al-A'raaf 7:161Listen in Qur'an →
162

فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ

نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه

نو له هغوی تېری کوونکو يې هغه وينا چې امر ورته پرې شوی و، بدله کړه او ويې ويل: په وربشه کې دانه ده، پر ځای د هغې وینا چې - په هغې سره - هغوی ته د بخښنې غوښتلو امر شوی و، هغه فعل چې امر ورته پرې شوی و، هغه يې بدل کړ، نو په ناسته په شا څښېدونکي داخل شول، پر ځای د دې چې الله ته عاجزي کوونکي او سر ټيټوونکي داخل شي، نو پر هغوی مو له آسمانه د هغوی د تېري له امله عذاب ولېږلو.

Al-A'raaf 7:162Listen in Qur'an →
163

وَسْـَٔلْهُمْ عَنِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَتْ حَاضِرَةَ ٱلْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِى ٱلسَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًۭا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ ۙ لَا تَأْتِيهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ

او ته له دوى نه د هغه كلي په باره كې تپوس وكړه چې د سمندر په غاړه و، كله چې به دوى د خالي په ورځ له حد نه تېرېدل، كله چې به دوى ته د دوى د خالي په ورځ خپل كبان ښكاره راتلل، او په هغې ورځ كې چې دوى به په خالي كې نه وو داخل (، نو) دوى ته به نه راتلل، همدارنګه مونږه دوى ازمایو، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله

او پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له یهودیانو څخه د یاداښت ورکولو لپاره دوی ته په هغه عذاب سره چې الله تعالی د دوی مشرانو ته ورکړی و، د هغه کلې اوسیدونکو ته چې د دریاب په غاړه و، کله چې دوی د الله تعالی له حدودو څخه تیری کاوه په ښکار کولو سره د خالي (شنبې) په ورځ وروسته لدې چې دوی منع شوي وو لدې کار څخه کله چې الله تعالی په دوی باندې امتحان وکړ داسې چې ماهیان به د خالي په ورځ د اوبو په سره ښکاره راتلل، او په نورو ورځو کې به ماهیان دوی ته نه راتلل، الله تعالی په دوی دا امتحان ځکه کړی و چې دوی د هغه د تابعدارۍ نه وتلي وو او ګناهونه یې کول، نو دوی د دغو ماهیانو د ښکار لپاره چل جوړ کړ داسې چې جالونه یې ورته ولګول، او کندې یې وویستلې، نو ماهیان به د خالي (شنبې) په ورځ په دې کې لویدل، نو چې د اتوار (یکشنبې) ورځ به شوه دوی به هغه راونیول او خوړل به یې.

Al-A'raaf 7:163Listen in Qur'an →
164

وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌۭ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ۙ ٱللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا ۖ قَالُوا۟ مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: ولې تاسو داسې قوم ته نصیحت كوئ چې الله د هغه هلاكوونكى دى، یا هغه ته ډېر سخت عذاب وركوونكى دى؟ هغوى وویل: خپل رب ته د عذر وړاندې كولو لپاره او د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې یوه ډله د دوی څخه داسې وه چې دا بله ډله یې منع کوله د دې بد کار نه، او ویرول یې د دې نه، نو بلې یوې ډلې دې نصیحت کوونکو ته وویل: تاسو ولې نصیحت کوئ داسې یوې ډلې ته چې الله تعالی هلاکوونکی دي هغې لره په دنیا کې د هغې ګناه په وجه چې دوی کړې، او یا سخت عذاب ورکوونکی دی دوی ته د قیامت په ورځ؟ وویل هغو نصیحت کوونکو خلکو: زمونږ وعظ او نصیحت دوی ته عذر وړاندې کول دي الله تعالی ته د هغه څه په کولو سره چې مونږ ته پرې امر شوی چې هغه امر کول دي په نیکیو باندې او منع کول دي له بدیو څخه، تر دې چې مونږ الله تعالی د دې په پریښودلو سره ونه نیسي، او شاید چې دوی په پند او نصیحت سره فایده واخلئ، نو دوی به لاس واخلي د هغې ګناه څخه چې دوی پکې دي.

Al-A'raaf 7:164Listen in Qur'an →
165

فَلَمَّا نَسُوا۟ مَا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦٓ أَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلسُّوٓءِ وَأَخَذْنَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ بِعَذَابٍۭ بَـِٔيسٍۭ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ

نو كله چې دوى هغه (دین) پرېښوده چې په هغه سره ورته نصیحت شوى و، مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې له بدۍ نه يې منع كوله او په ډېر سخت عذاب سره مو هغه كسان راونیول چې ظلم يې كړى و، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله

نو پس هر کله چې نافرمانو خلکو مخ واړاوه د هغه پند نه چې دوی ته نصیحت کوونکو کړی و او د خپل کار څخه منع نه شو، مونږ هغه چاته د عذاب نه نجات ورکړ چې له بدیو نه یې خلک منع کول او راومونیول هغو کسانو لره چې ظلم یې کړی و په تیرې کولو سره په ښکار باندې د خالي (شنبې) په ورځ په سخت عذاب سره لدې وجې نه چې دوی د الله تعالی د تابعدارۍ څخه وتلي وو او د دوی د همیشوالي له وجې نه په ګناه باندې.

Al-A'raaf 7:165Listen in Qur'an →
166

فَلَمَّا عَتَوْا۟ عَن مَّا نُهُوا۟ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَٰسِـِٔينَ

نو كله چې دوى سركشي وكړه له هغه څه نه چې ترې منع شوي وو، مونږ دوى ته وویل: تاسو ذلیله شادوګان شئ

نو هر کله چې دوی د الله تعالی په نافرمانۍ کې د حد نه واوښتل د تکبر او ضد له وجې نه، او نصیحت یې قبول نه کړ، مونږ دوی ته وویل: ای ګناهګارانو! شئ تاسې شادوګان ذلیلان، نو شول دوی لکه څرنګه چې مونږ غوښتل، بیشکه زمونږ امر یو شي ته کله چې مونږ وغواړو داچې مونږ ورته ووایو چې شه، نو شي.

Al-A'raaf 7:166Listen in Qur'an →
167

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ ٱلْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې خامخا ضرور به په دوى باندې د قیامت د ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به سخت عذاب رسوي، بېشكه ستا رب خامخا ډېر تېز عذاب والا دى او بېشكه هغه خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی صریح اعلان وکړ چې هیڅ پټوالی پکې نه و چې خامخا به په یهودیانو باندې داسې څوک مسلطوي چې دوی به ذلیلوي او سپکوي به يې په دې دنیوي ژوند کې د قیامت تر ورځې پورې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- خامخا سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا ته چې د هغه نافرماني کوي، تر دې چې هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکوي، او بیشکه خامخا هغه بخښې ګناهونه د هغه چا چې هغه ته توبه وباسي د خپلو بندګانو نه، رحم کوونکی دی په دوی باندې.

Al-A'raaf 7:167Listen in Qur'an →
168

وَقَطَّعْنَٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أُمَمًۭا ۖ مِّنْهُمُ ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَبَلَوْنَٰهُم بِٱلْحَسَنَٰتِ وَٱلسَّيِّـَٔاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

او مونږه دوى په ځمكه كې بېل بېل كړل، څو ډلې، ځینې له دوى نه نېكان دي او ځینې له دوى نه راكم دي، او مونږ دوى په نعمتونو او تكلیفونوسره وازمایل، د دې لپاره چې دوى راوګرځي (الله ته)

او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې د دوی نه نیکان دي چې ولاړ دي د الله تعالی په حقونو او د هغه د بندګانو په حقونو، او ځینې د دوی نه درمیانه دي، او بعضې د دوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره د دې لپاره چې شاید دوی د هغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي.

Al-A'raaf 7:168Listen in Qur'an →
169

فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌۭ وَرِثُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا ٱلْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌۭ مِّثْلُهُۥ يَأْخُذُوهُ ۚ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَٰقُ ٱلْكِتَٰبِ أَن لَّا يَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ وَدَرَسُوا۟ مَا فِيهِ ۗ وَٱلدَّارُ ٱلْءَاخِرَةُ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

نو له دوى نه وروسته داسې نالايقه خلق د دوى ځاى ناستي شول، چې د كتاب وارثان شول، چې د دې ډېر خسیسې (دنیا) سامان اخلي او (بیا هم) وايي: ژر به مونږ ته بخښنه وشي او كه چېرې دوى ته د دې په مثل سامان راشي (، نو) هغه (هم) اخلي، ایا له دوى نه په كتاب كې پخه وعده نه وه اخيستل شوې چې دوى به په الله باندې نه وايي مګر حقه خبره او دوى هغه (احكام) لوستي وو چې په هغه (كتاب) كې وو، او د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو ولې له عقل نه كار نه اخلئ

نو راغلل وروسته د دوی نه بد خلک چې د دوی خلیفګان (وارثان) وو، تورات یې د خپلو مشرانو څخه اخیستی و، هغه به یې لوسته خو لیکن عمل به یې نه کاوه په هغه احکامو چې په دې کې و، د الله تعالی د کتاب د بدلولو په وجه به یې د دنیا لږ بیکاره سازوسامان د رشوت په ډول اخیست، او د فیصله کولو د وجې نه په هغه څه چې دې کې ندي راغلي، او ځان ته به یې دا امیدونه ورکول چې خامخا الله تعالی به دوی ته د دوی ګناهونه وبخښي، او که چیرته راشي دوی ته لږ دنیوي سازوسامان نو اخلي يې په پرلپسې توګه، آیا نه وو اخیستي الله تعالی د دوی نه مضبوط لوظونه او وعدې په دې خبره چې نه به وایې دوی په الله تعالی مګر حق به وائې پغیر د تحریف او بدلولو نه؟! او نه و پریښودل د دوی عمل کولو لره په کتاب باندې د ناپوهۍ له وجې، بلکې سره له پوهې نه وو، نو بیشکه دوی لوستلي وو هغه څه چې په دې کې وو او یاد کړي يې هم وو، نو د دوی ګناه ډیره سخته ده، او کور وروستنی او هغه دایمي نعمتونه چې په دې وروستني کور کې دي ډیر غوره دي د دې ختمیدونکي سازوسامان څخه، هغه چا لره چې د الله تعالی څخه ویریږي د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، آیا دا کسان چې دا لږ سازوسامان اخلي ولي نه پوهیږي چې بیشکه هغه څه چې الله تعالی د پرهیزګارانو لپاره په آخرت کې تیار کړي ډیر غوره او همیشه پاتي کیدونکي دي؟!.

Al-A'raaf 7:169Listen in Qur'an →
170

وَٱلَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِٱلْكِتَٰبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُصْلِحِينَ

او هغه كسان چې كتاب ښه ټینګ نیسي او لمونځ قايموي، بېشكه مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو

او هغه کسان چې کلکې منګولی لګوي په کتاب باندې، او عمل کوي په هغو احکامو چې په دې کې دي، او کوي لمونځ لره په پابندۍ کولو سره د هغه په وختونو او شرطونو او واجباتو او سنتو باندې، خامخا به الله تعالی دوی ته د دوی په عملونو بدله ورکوي، نو الله تعالی هیڅکله نه ضایع کوي ثواب د هغه چا چې عمل یې نیک وي.

Al-A'raaf 7:170Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.