Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 151–160 of 206

151

قَالَ رَبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِأَخِى وَأَدْخِلْنَا فِى رَحْمَتِكَ ۖ وَأَنتَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ

(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږه په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې

نو موسی -علیه السلام- د خپل رب څخه دعا وغوښتله: ای ربه زما! بخښنه وکړې ماته، او زما ورور هارون ته، او داخل کړې مونږ دواړه په خپل رحمت کې او وګرځوې ستا رحمت چې راګیر کړي مونږ لره د هر طرف نه، او ته چې یې -ای زمونږه ربه! ډیر مهربان یې پر مونږ باندې د هر یو رحم کوونکي نه.

Al-A'raaf 7:151Listen in Qur'an →
152

إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌۭ مِّن رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُفْتَرِينَ

بېشكه هغه كسان چې سخى يې (معبود) نیولى دى، ژر به دوى ته د خپل رب له جانبه غضب ورسېږي او په دنيايي ژوند كې ذلت او همدارنګه مونږ بهتان تړونكو ته سزا وركوو

بیشکه هغه کسان چې ګرځولی یی دی خوسي لره حقدار د بندګۍ چې بندګي یې کوي خامخا وبه رسیږي دوی ته سخت غضب د دوی د رب له طرف نه، او سپکوالی په دې ژوند کې ځکه چې دوی خپل رب غصه کړی دی او د هغه قدر یې نه دی کړی، او د دې په شان سزا مونږ هغه چاته ورکوو چې په الله تعالی باندې دروغ جوړوي.

Al-A'raaf 7:152Listen in Qur'an →
153

وَٱلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِهَا وَءَامَنُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او هغه کسان چې بد عملونه یې کړي دي د الله تعالی سره د شرک کولو نه، او د ګناهونو نه، بیا الله تعالی ته توبه وباسي داسې چې په هغه ایمان راوړي، او پریږدي هغه ګناهونه چې دوی مخکې کول، بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- وروسته د دې توبې نه او د شرک نه ایمان طرف ته ګرځیدلو نه، او د ګناهونو څخه تابعدارۍ ته، خامخا بخښنه کونکی دی دوی ته په پردې اچولو سره او په عفوې سره، مهربان دی په دوی باندې.

Al-A'raaf 7:153Listen in Qur'an →
154

وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى ٱلْغَضَبُ أَخَذَ ٱلْأَلْوَاحَ ۖ وَفِى نُسْخَتِهَا هُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ

او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي

او کله چې د موسی -علیه السلام- غصه سړه شوه او ارام شو، کومې تختې یې چې د غصې له وجې نه غورځولې وې هغه یې راواخیستې، او پدې تختو کې هدایت و د ګمراهۍ نه او د حق بیان پکې و، او په دې کې رحمت و د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویره کوي، او د هغه له عذاب څخه ویریږي.

Al-A'raaf 7:154Listen in Qur'an →
155

وَٱخْتَارَ مُوسَىٰ قَوْمَهُۥ سَبْعِينَ رَجُلًۭا لِّمِيقَٰتِنَا ۖ فَلَمَّآ أَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّٰىَ ۖ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَّآ ۖ إِنْ هِىَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَآءُ وَتَهْدِى مَن تَشَآءُ ۖ أَنتَ وَلِيُّنَا فَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَا ۖ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْغَٰفِرِينَ

او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، وویل (موسٰی:) اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، تا به دوى مخكې هلاك كړي و او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې پر مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او په نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې

او موسی -علیه السلام- د خپل قوم څخه اویا هوښیار کسان غوره کړل د دې لپاره چې خپل رب ته عذر وکړي د هغه څه نه چې د هغه د قوم کم عقلانو د خوسي عبادت کړی و، او الله تعالی دوی سره د یوې مقررې نیټې وعده کړې وه چې هغې ته به حاضریږي، نو هر کله چې دوی حاضر شول په الله تعالی یې جرات وکړ، او د موسی -علیه السلام- څخه یې وغوښتل چې دوی ته دې الله تعالی وښایې، نو دوی زلزلې ونیول او لدې وجې نه دوی بې هوشه شول او مړه شول، نو موسی -علیه السلام- خپل رب ته عاجزي وکړه، او ویې ویل: ای زما ربه! که چیرته تا غوښتلی وی هلاکول د قوم زما او هلاکول زما د دوی سره مخکې د راتګ د دوی نه نو تا به هلاک کړی وی، آیا ته هلاکوې مونږ لره په سبب د هغه کار چې زمونږ کم عقلانو کړی دی؟ نو زما قوم چې کوم د خوسي عبادت کړی دی دا نه و مګر یو امتحان، ګمراه کوې ته په دې سره څوک چې وغواړې، او هدایت کوې چاته چې وغواړې، ته زمونږ د کارونو واکدار یې نو بخښنه وکړې مونږ ته زمونږ د ګناهونو، او رحم وکړې پر مونږ باندې ستا په پراخه رحمت سره، او ته هغه غوره ذات یې ګناه بخښې، او له ګناه څخه (بنده) ته تېریږې.

Al-A'raaf 7:155Listen in Qur'an →
156

۞ وَٱكْتُبْ لَنَا فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ إِنَّا هُدْنَآ إِلَيْكَ ۚ قَالَ عَذَابِىٓ أُصِيبُ بِهِۦ مَنْ أَشَآءُ ۖ وَرَحْمَتِى وَسِعَتْ كُلَّ شَىْءٍۢ ۚ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَٰتِنَا يُؤْمِنُونَ

او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، وویل (الله:) زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شي لره راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ په ایتونو ایمان لري

او ته مونږ وګرځوه د هغه چا نه چې تا ورته عزت ورکړی په دې ژوند کې په نعمتونو او سلامتیا سره او تا ورته د نیک عمل توفیق ورکړی، او ستا د هغو نیکانو بندګانو څخه چې تا ورته په اخرت کې جنت تیار کړی، بیشکه مونږ تاته توبه ایستلې، او تاته راګرځیدلي یو اقرار کوونکي یو په خپلې کمزورۍ او کوتاهۍ، الله تعالی وفرمایل: عذاب زما زه هغه چا ته ورکوم چې د بدبختۍ کارونه کوي، او رحمت زما شامل دی هر یو شي ته په دنیا کې؛ نو نشته هیڅ مخلوق مګر د الله تعالی رحمت ورته رسیدلی، او هغه یې په خپل فضل او مهربانۍ کې راګیر کړی، نو خامخا زه به خپل رحمت په اخرت کې هغه چا لره خاص کوم چې د الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او هغه کسان چې د خپلو مالونو زکاتونه مستحقو کسانو ته ورکوي، او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ایمان لري.

Al-A'raaf 7:156Listen in Qur'an →
157

ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَىٰهُمْ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ ٱلْخَبَٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَٱلْأَغْلَٰلَ ٱلَّتِى كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلنُّورَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ ۙ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه چې په دوى وو، نو هغه كسان چې په ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازله كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي

هغه کسان چې د هغه محمد صلی الله عليه وسلم پيروي کوي کوم چې داسې نالوستی نبي دی چې نه لولي او نه ليکل کوي، بلکې يوازې خپل پالونکی يې وحي ورته کوي او هغه داسې دی چې هغوی يې نوم، صفت او نبوت په هغه تورات کې ليکلی مومي چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوی او انجيل کې چې پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوی، پر هغه څه امر ورته کوي چې نېکي او ښېګنه يې پېژندل شوې او له هغه څه يې را ګرځوي چې په صحيح عقلونو او سالمو فطرتونو کې يې بدي پېژندل شوې ده او د خوراک او څښاک له توکو او نکاح څخه يې هغه خوندور څه ورته روا کړي دي چې زيان پکې نه وي، او له هغو يې خبيث شيان پرې ناروا کړي دي او هغه سخت تکاليف يې ترې لېرې کړي دي چې پرې مکلف کېدل به، لکه د قاتل د وژلو وجوب هغه که بيا په لوی لاس و او که په تېروتنه، نو چا چې له بني اسرائيلو او نورو خلکو پرې ايمان راوړی دی، د هغه درناوی او احترام يې کړی او د هغو کافرانو پر خلاف يې مرسته ورسره کړې چې دښمني ورسره لري، او د هغه قرآن پيروي يې کړې چې پرې نازل کړل شوی، لکه د لارښوونکي رڼا، همدوی داسې بريالي دي چې هغه څه به ترلاسه کوي چې غواړي يې او له هغه څه به ساتل کيږي چې ترې ډاريږي.

Al-A'raaf 7:157Listen in Qur'an →
158

قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِىِّ ٱلْأُمِّىِّ ٱلَّذِى يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

ته ووایه: اى خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د الله (رالېږل شوى) رسول یم، هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، ژوندي كول كوي او مرګ وركوي، نو تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې په الله او د هغه په كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ

ووایه -ای پیغمبره-: ای خلکو! بیشکه زه تاسو ټولو عربو او عجمو ته د الله تعالی استازی یم، د هغه الله تعالی چې خاص هغه لره بادشاهي د اسمانونو ده، او خاص هغه لره بادشاهي د ځمکې ده، نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پرته له هغه پاک ذات نه، مړي ژوندي کوي، او ژوندې مړه کوي، نو -ای خلکو- تاسو په الله تعالی ایمان راوړئ، او ایمان راوړئ پر محمد -صلی الله علیه وسلم- داسې پیغمبر دی چې لوستل او لیکل نشي کولی، بلکې د خپل رب له طرف نه یې وحي راوړې، داسې پیغمبر دی چې ایمان لري په الله تعالی، او ایمان لري په هغې وحي چې ده ته راغلې او په هغه کتابونو چې د دې نه په مخکې پیغمبرانو راغلي ده پرته له فرق کولو نه په دوی کې، او تاسو د هغه تابعداري وکړئ په هغې وحي کې چې ده ته د هغه د رب د طرف نه راغلې؛ په دې امید چې تاسو روان شئ هغې لارې ته چې ستاسو د دنیا او اخرت ښېګڼه پکې ده.

Al-A'raaf 7:158Listen in Qur'an →
159

وَمِن قَوْمِ مُوسَىٰٓ أُمَّةٌۭ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ

او د موسٰی په قوم كې یو ډله ده چې په حقه سره لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي

او د موسی -علیه السلام- د قوم بنې اسرایېلو څخه یوه ډله وه چې ولاړه وه په برابر دین، هغه به یې خلکو ته ښوده، او په عدل به یې فیصلې کولې نو ظلم به یې نه کولو.

Al-A'raaf 7:159Listen in Qur'an →
160

وَقَطَّعْنَٰهُمُ ٱثْنَتَىْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًۭا ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ إِذِ ٱسْتَسْقَىٰهُ قَوْمُهُۥٓ أَنِ ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ ۖ فَٱنۢبَجَسَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًۭا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍۢ مَّشْرَبَهُمْ ۚ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلْغَمَٰمَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقْنَٰكُمْ ۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

او مونږ دغه بني اسرائیل بېل بېل كړل دولس قبیلې، ډلې ډلې او مونږ موسٰی ته وحي وكړه، كله چې له هغه نه خپل قوم اوبه وغوښتې، چې ته په خپلې امسا سره كاڼى ووهه، نو له هغه نه دولس چینې جاري شوې، تحقیق ټولو خلقو خپل خپل ګودر وپېژنده او مونږه پر هغوى باندې وریځ سيورى كړه او پر هغوى باندې مو ’’مَنْ‘‘ او ’’سَلْوٰی‘‘ نازل كړل، تاسو د هغو پاكیزه څیزونو نه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او دوى پر مونږ ظلم نه و كړى او لېكن دوى خاص په خپلو ځانونو ظلم كاوه

او وویشل مونږ بني اسرایېل دولس قبیلو ته، او وحې وکړه مونږ موسی -علیه السلام- ته کله چې وغوښتل د هغه نه قوم د هغه چې د الله تعالی نه وغواړي چې دوی ته اوبه ورکړي: دا چې ووهه -ای موسی- په امسا سره دې ګټې (تیږې) لره، نو موسی -علیه السلام- هغه ووهله، نو راوخوټکیدلې (راووتلې) د هغې نه دولس چینې په شمار د قبیلو د دوی چې دولس قبیلې وې، بیشکه وپیژانده هرې قبیلې د دوی نه خپل ځای د اوبو څښلو، نو په دې کې به ورسره بله قبیله شریکه نه وه، او سوری کړه مونږ پر دوی باندې وریځ چې د دوی سره به روانه وه کله چې به دوی روان وو، او ودریدله به کله به چې دوی ودریدل، او راولیږل مونږ په دوی باندې زمونږ د نعمتونو نه خواږه څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ چې غوښه یې پاکه وه د مړز په شان، او مونږ دوی ته وویل: خورئ تاسو د پاک هغه څه نه چې مونږ تاسو ته درکړي، او دوی مونږ ته څه تاوان راونه رساوه د هغه ظلم او ناشکرۍ له وجې نه چې دوی کړې وه، او د دې نعمتونو قدر یې ونه کړ، لکه څنګه چې مناسب و د دې سره، لیکن دوی د خپلو ځانونو سره ظلم کوي په کمولو د برخو خپلو کله چې هغوی خپل ځانونه د هلاکت ځایونو ته ورسول، د الله تعالی د مخالفت له وجې نه او د هغه د نعمتونو د ناشکرۍ له وجې نه.

Al-A'raaf 7:160Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.