Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 141–150 of 206

141

وَإِذْ أَنجَيْنَٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ ۖ يُقَتِّلُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌۭ

او كله چې مونږ تاسو ته له فرعونیانو نه نجات دركړ، چې تاسو ته به يې سخت عذاب دررساوه، چې ستاسو زامن به يې وژل او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و

او یاد کړئ -ای بني اسرایېلو- کله چې مونږ تاسو ته نجات درکړ په ازادولو ستاسو سره د ذلیل کولو د فرعون او د هغه د قوم نه تاسو لره، کله چې هغوی تاسو ته درکول مختلف ډولونه د سپکوالي د وژلو ستاسو نرانو بچو لره، او پریښودل د مېرمنو ستاسو د خپل خدمت لپاره، او په دې ازادولو ستاسو کې د فرعون او د هغه د قوم نه لوی امتحان و ستاسو د رب له طرف نه چې د هغه تقاضا ستاسو نه شکر ایستل دي.

Al-A'raaf 7:141Listen in Qur'an →
142

۞ وَوَٰعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَٰثِينَ لَيْلَةًۭ وَأَتْمَمْنَٰهَا بِعَشْرٍۢ فَتَمَّ مِيقَٰتُ رَبِّهِۦٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةًۭ ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَٰرُونَ ٱخْلُفْنِى فِى قَوْمِى وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ ٱلْمُفْسِدِينَ

او مونږ له موسٰی سره د دېرشو شپو وعده وكړه او مونږ هغه په لسو (نورو) سره پوره كړې، نو ستا د رب ټاكلې موده څلوېښت ورځې پوره شوه، او موسٰی خپل ورور هارون ته وویل: ته زما په قوم كې زما نايب جوړ شه او اصلاح كوه او د ورانكارو د لارې پیروي مه كوه

او الله تعالی د خپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره وعده وکړه د خپلو خاصو خبرو لپاره دیرشو شپو، بیا یې پوره کړې په زیاتوالي د لسو نورو شپو سره، نو ټولې څلویښت شپې شوې، او موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته وویل: کله چې هغه د خپل رب ملاقات ته تللو: ای هارون! ته زما په قوم کې زما ځای ناستی شه، او د هغوی چارې برابروه په خایسته سیاست سره او په هغوی باندې په شفقت کولو سره، او د فسادیانو خلکو لاره مه تعقیبوه په کولو د ګناهونو سره، او د ګناهګارانو مددګار هم مه جوړیږه.

Al-A'raaf 7:142Listen in Qur'an →
143

وَلَمَّا جَآءَ مُوسَىٰ لِمِيقَٰتِنَا وَكَلَّمَهُۥ رَبُّهُۥ قَالَ رَبِّ أَرِنِىٓ أَنظُرْ إِلَيْكَ ۚ قَالَ لَن تَرَىٰنِى وَلَٰكِنِ ٱنظُرْ إِلَى ٱلْجَبَلِ فَإِنِ ٱسْتَقَرَّ مَكَانَهُۥ فَسَوْفَ تَرَىٰنِى ۚ فَلَمَّا تَجَلَّىٰ رَبُّهُۥ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُۥ دَكًّۭا وَخَرَّ مُوسَىٰ صَعِقًۭا ۚ فَلَمَّآ أَفَاقَ قَالَ سُبْحَٰنَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُؤْمِنِينَ

او كله چې موسٰی زمونږ ټاكلي وخت ته راغى او خپل رب يې ورسره خبرې وكړې، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، وویل: (رب:) ته به ما (په دنیا كې) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه په خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو ژر ده چې ته به ما ووینې، نو كله چې خپل رب يې غر ته تجلي وكړه (، نو) هغه يې ذرې ذرې وګرځاوه او موسٰی بېخوده پرېوتلو، نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، ما تا ته توبه وښكله او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم

او کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات لپاره راغی په خپل مقرر وخت کې، او هغه د څلویښتو شپو پوره والی و، او خپل رب ورسره خبرې وکړې په څه کې چې یې ورسره خبرې کولې د حکمونو او نواهیو او نورو څخه، د موسی -علیه السلام- د خپل رب لیدلو ته شوق وشو، نو د خپل رب څخه یې وغوښتل چې دی ورته وګوري، نو الله تعالی ورته جواب ورکړ: ته هیڅکله ما په دنیایي ژوند کې نشې لیدلی؛ ځکه چې ته د دې وسه او طاقت نه لرې، لیکن ته غر ته وګوره کله چې زه هغه ته ښکاره شم نو که چیرته هغه په خپل ځای پاتي شو او څه اثر یې پرې ونه کړ نو ژر دی چې ته به ما ووینې، او که چیرته دا غر د ځمکې سره برابر شو نو ته بیا ما لره هیڅکله په دنیا کې نشې لیدلی، نو هر کله چې الله تعالی د غره لورې ته جلوه وکړه نو ویې ګرځاوه هغه لره برابر د ځمکې سره، او موسی - علیه السلام- بې هوشه راپریوت، نو هر کله چې په هوش کې راغی د دغې بې هوشۍ نه ویې ویل: پاکي ده تا لره -ای ربه- پاکې د هر هغه څه نه چې ستا سره نه ښایې، دا دی ما تاته توبه وویستله د هغه څه نه چې ما ستا نه غوښتلي و ستا د لیدلو نه په دنیا کې، او بیشکه زه د لومړیو غاړه ایښودونکو څخه یم تا ته د خپل قوم نه.

Al-A'raaf 7:143Listen in Qur'an →
144

قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ إِنِّى ٱصْطَفَيْتُكَ عَلَى ٱلنَّاسِ بِرِسَٰلَٰتِى وَبِكَلَٰمِى فَخُذْ مَآ ءَاتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ

وویل: (الله:) اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه

الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وفرمایل: ای موسی! بیشکه ته ما خاص کړی یې او غوره کړی مې یې په ټولو خلکو په خپلو پیغامونو سره کله چې ته ما دوی ته لیږلی یې، او ته ما غوره کړی یې په خبرو کولو سره پغیر د واسطې نه، نو ته ونیسه هغه چې ما تاته درکړی د دې لوی شرف نه، او شه ته د شکر ایستونکو نه الله تعالی ته په درکولو د دې لوی بخشش سره.

Al-A'raaf 7:144Listen in Qur'an →
145

وَكَتَبْنَا لَهُۥ فِى ٱلْأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَىْءٍۢ مَّوْعِظَةًۭ وَتَفْصِيلًۭا لِّكُلِّ شَىْءٍۢ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍۢ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا۟ بِأَحْسَنِهَا ۚ سَأُو۟رِيكُمْ دَارَ ٱلْفَٰسِقِينَ

او مونږ د هغه لپاره په تختیو كې له هر شي نه نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه، نو ته دا په قوت سره ونیسه او خپل قوم ته حكم وكړه چې د دې په غوره (احكامو) عمل وكړي، ژر به زه تاسو ته د فاسقانو استوګنه وښیم

او لیکلي و مونږ موسی -علیه السلام- لره په تختو د لرګیو یا نورو شیانو کې د هر هغه شي نه چې بني اسرایېلو ورته ضرورت لرلو د دیني او دنیوي کارونو نه؛ پند و د هغه چا لپاره چې پند یې اخیسته د دوی نه، او تفصیل و د هغو احکامو چې تفصیل ته یې ضرورت درلوده، نو ونیسه دا تورات -ای موسی- په مضبوط نیولو سره او کوشش کولو سره، او حکم وکړه خپل قوم بني اسرایېلو ته چې عمل وکړي په خایسته د هغه نه چې په دې کې دي د هغه نه چې ثواب یې ډیر وي لکه د حکم کړی شوي کار کول په پوره طریقې سره، او لکه صبر او بخښنه کول، خامخا زه به وښايم تاسو ته اخري انجام د هغه چا چې زما د حکم مخالفت یې کړی، او زما د تابعدارۍ نه وتلی، او هغه چې دا به ورته رسیږي د هلاکت او تباهۍ نه.

Al-A'raaf 7:145Listen in Qur'an →
146

سَأَصْرِفُ عَنْ ءَايَٰتِىَ ٱلَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَإِن يَرَوْا۟ كُلَّ ءَايَةٍۢ لَّا يُؤْمِنُوا۟ بِهَا وَإِن يَرَوْا۟ سَبِيلَ ٱلرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًۭا وَإِن يَرَوْا۟ سَبِيلَ ٱلْغَىِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًۭا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَكَانُوا۟ عَنْهَا غَٰفِلِينَ

عنقریب به زه له خپلو ایتونو نه هغه كسان واړوم چې په ځمكه كې ناحقه تكبر كوي او كه دوى هره نښه وویني (، بیا هم) په هغې ایمان نه راوړي او كه چېرې دوى د هدایت لار وویني (، نو) هغه خپله لار نه غوره كوي، او كه چېرې د ګمراهۍ لار وویني (، نو) هغه خپله لار ګرځوي، دا ځكه چې یقینًا دوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى دى، او دوى له هغو نه غافله وو

زر به واړوم زه د عبرت اخیستلو څخه زما په ایتونو په کایناتو او نفسونو کې، او د پوهې څخه زما د کتاب د ایتونو نه؛ هغه کسان چې لویې کوي د الله تعالی په بندګانو باندې او په حق باندې په نا حقه سره، او که چیرته دوی وویني هره یوه نښه دوی په هغې ایمان نه راوړي؛ د وجې د اعتراض کولو د دوی په دې باندې او د وجې د مخ اړولو د دوی د دې نه، او د وجې د دښمنۍ د دوی نه الله تعالی او د هغه د پیغمبر سره، او که چیرته دوی وویني لاره د حق هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی رضا ته نو دوی هغه لاره نه خپلوي، او نه په هغې کې څه رغبت لري، او که چیرته وویني دوی لاره د سرکشۍ او ګمراهۍ هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی غصې او غضب ته نو دوی هغه خپلوي، دا چې دوی ته کوم څه شی رسیدلی، دا د دوی د دروغ ګڼلو له وجې نه د الله تعالی لوی ایتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی، او د دوی د بې پرواېۍ د وجې نه د سوچ او فکر کولو نه په دې کې.

Al-A'raaf 7:146Listen in Qur'an →
147

وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَلِقَآءِ ٱلْءَاخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، د هغوى عملونه برباد شول، دوى ته به بدله نه وركول كېږي مګر د هغو كارونو چې دوى به كول

او هغه کسان چې دروغجن ګڼي زمونږ آیتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د پیغمبرانو زمونږ، او دروغجن ګڼي ملاقات د الله تعالی د قیامت په ورځ، برباد شوي دي هغه نیک عملونه د دوی، نو ثواب نه ورکول کیږي دوی ته په دې باندې د اساسي شرط د نشتوالي له وجې چې هغه ایمان دی، او بدله به نه ورکول کیږي دوی ته د قیامت په ورځ مګر د هغه کفر او شرک چې دوی په الله تعالی باندې کړی و، او بدله د دې همیش والی دی په اور کې.

Al-A'raaf 7:147Listen in Qur'an →
148

وَٱتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِنۢ بَعْدِهِۦ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًۭا جَسَدًۭا لَّهُۥ خُوَارٌ ۚ أَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّهُۥ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ۘ ٱتَّخَذُوهُ وَكَانُوا۟ ظَٰلِمِينَ

او د موسٰی قوم د هغه (له تلو) نه پس د خپلو كالیو (زیوراتو) نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه لپاره د سخي اواز و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دا (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو

او جوړ کړ د موسی -علیه السلام- قوم وروسته د تللو د هغه د خپل رب د ملاقات لپاره د خپلو ګاڼو څخه یوه مجسمه (ډانچه) د خوسي چې ساه پکې نه وه او اواز به یې کاوه، آیا دوی نه پوهیږي چې بیشکه دا خوسی د دوی سره خبرې نشي کولی، او نه ورته د حسي یا معنوی خیر طرف ته هدایت کولی شي، او نه دوی ته خیر رسولی شي او نه ترې ضرر اوچتولی شي؟! نیولی و دوی دې لره حقدار د بندګۍ او دوی په دې کار سره ظلم کوونکي وو د خپلو ځانونو سره.

Al-A'raaf 7:148Listen in Qur'an →
149

وَلَمَّا سُقِطَ فِىٓ أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْا۟ أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوا۟ قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

او كله چې دوى پښېمانه شول او پوه شول چې یقینًا دوى ګمراه شوي دي، ويې ويل: كه چېرې زمونږ رب پر مونږ رحم ونه كړي او مونږ ته بخښنه ونه كړي (، نو) مونږ به خامخا ضرور له تاوانیانو څخه شو

او هر کله چې دوی پښېمانه او حیران شول او پوهه شول چې یقینا دوی ګمراه شوي د نیغې لارې نه په نیولو د دوی سره خوسي لره حقدار د بندګۍ د الله تعالی سره، دوی الله تعالی ته عاجزي وکړه نو ویې ویل: که چیرته مهرباني ونه کړې په مونږ باندې رب زمونږه په توفیق راکولو سره د هغه تابعدارۍ ته او ونه بخښې مونږ ته هغه ګناه چې مونږ کړې د بندګۍ کولو نه د خوسي، نو خامخا مونږ به شو د هغه کسانو څخه چې په دنیا او اخرت کې یې تاوان کړی دی.

Al-A'raaf 7:149Listen in Qur'an →
150

وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوْمِهِۦ غَضْبَٰنَ أَسِفًۭا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِى مِنۢ بَعْدِىٓ ۖ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ ۖ وَأَلْقَى ٱلْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُۥٓ إِلَيْهِ ۚ قَالَ ٱبْنَ أُمَّ إِنَّ ٱلْقَوْمَ ٱسْتَضْعَفُونِى وَكَادُوا۟ يَقْتُلُونَنِى فَلَا تُشْمِتْ بِىَ ٱلْأَعْدَآءَ وَلَا تَجْعَلْنِى مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ

او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: بد دى هغه چې له ما نه وروسته تاسو زما ځاى ناستى كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه

او هر کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات څخه راوګرځیده خپل قوم ته پداسې حال کې چې په هغوی د غصې او غم نه ډک وو د دې وجې نه چې هغوی یې د خوسي په عبادت باندې ولیدل، او ویې ویل: ډیر بد دی هغه حال چې تاسو پرې زما د تګ څخه وروسته شوی یاست -ای زما قومه-؛ ځکه چې دا تاسو هلاکت او بدبختۍ ته رسوي، آیا تاسو زما د انتظار نه ستړي شوي یاست، نو تاسو ځکه د خوسي عبادت وکړ؟! او خپلې تختې یې وغورځولې د هغه سختې غصې او غم له وجې نه چې ده ته رسیدلي وه، او د خپل ورور هارون سر او ږیره یې ونیوله او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ ځکه چې دا د دوی سره پاتې شوی و او دوی یې د دې څخه نه و اړولي کله چې یې هغوی د خوسي په عبادت لیدلي وو، هارون -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل په داسې حال کې چې هغه ته یې عذر وړاندې کاوه او د هغه څخه یې د مهربانۍ غوښتنه کوله: ای زما د مور زویه! بیشکه دې قوم زه کمزوری ګڼلی وم نو ځکه یې زه ذلیل کړم، او نږدې وه چې زه یې وژلی وم، نو ته ما لره داسې سزا مه راکوه چې زما دښمنان پرې خوشحاله شي، او ستا د غصې په وجه ما د ظالمانو د ډلې نه مه ګڼه، په دې وجه چې هغوی د الله نه پرته د بل چا بندګي کړې.

Al-A'raaf 7:150Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.