Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 131–140 of 206

131

فَإِذَا جَآءَتْهُمُ ٱلْحَسَنَةُ قَالُوا۟ لَنَا هَٰذِهِۦ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۭ يَطَّيَّرُوا۟ بِمُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ ۗ أَلَآ إِنَّمَا طَٰٓئِرُهُمْ عِندَ ٱللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

نو كله چې به په دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: هم زمونږ لپاره دا ده او كه چېرې په دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو؛ نیوله، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي

نو کله چې فرعونیانو باندې آبادي، د میوو رسیدل او ارزاني راغلل دوی وویل: دا مونږ ته ځکه راکړل شوي چې مونږ یې حقدار یو او مونږ پرې ځانګړې شوي یو، او که چیرته ورته څه تکلیف له وچکالۍ، قحط او ډیروالي د مرضونو او نورو مصیبتونو نه ورسیږي نو بیا بد پالي په موسی -علیه السلام- او د هغه په ملګرو له بنی اسراییلو څخه نیسي، او حق خبره دا ده چې دوی ته چې کوم مصیبتونه رسیږي دا ټول د الله تعالی له طرفه مقرر شوي، او د دوی او د موسی -علیه السلام- لپاره پدې کې هیڅ کار نشته مګر دوی ته د موسی -علیه السلام- بد دعایي (ښیراوې)، خو لیکن اکثر د دوی نه پوهیږي، نو دوی یې له الله تعالی پرته نور چاته منسوبوي.

Al-A'raaf 7:131Listen in Qur'an →
132

وَقَالُوا۟ مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِۦ مِنْ ءَايَةٍۢ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ

او دوى به (موسٰی ته) ویل: ته چې مونږ ته هر قسمه نښه راوړې؛ د دې لپاره چې په هغې سره ته په مونږه جادو وكړې، نو مونږه په تا باندې كله هم ایمان راوړونكي نه یو

او د فرعون قوم موسی -علیه السلام- ته د حق سره د ضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې د دې لپاره چې مونږ د خپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو.

Al-A'raaf 7:132Listen in Qur'an →
133

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلطُّوفَانَ وَٱلْجَرَادَ وَٱلْقُمَّلَ وَٱلضَّفَادِعَ وَٱلدَّمَ ءَايَٰتٍۢ مُّفَصَّلَٰتٍۢ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ

نو مونږه په دوى باندې (وار په وار) طوفان، او ملخان او سپږې او چیندخې او وینه راولېږله، چې بېلې بېلې نښې وې، بيا هم هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرم قوم وو

نو مونږ په دوی باندې ډیرې اوبه راولیږلې چې دا سزا وه د دوی لپاره د دوی د دروغجن والي او ضد له وجې، نو د دوی فصلونه او میوې یې تباه کړې، او په دوی مو ملخان راولیږل نو د دوی کښت او فصلونه یې وخوړل، او په دوی مو واړه شانته حشره راولیږله چې سپږه ورته وایې چې فصلونو ته ضرر رسوي او یا انسان ته د هغه په ویښتو کې ضرر رسوي، او په دوی مو چونګښې راولیږلې نو د دوی لوښې ډک شول، او د دوی خوراکونه خراب شول، او دوی بې خوبه شول، او په دوی مو وینې راولیږلی نو د دوی د کوهیانو او ویالو اوبه وینې شوې، دا ټولې ښکاره شوې معجزې مو جدا جدا یو بل پسې راولیږلې، او سره د دې نه چې دوی ته کوم عذابونه ورسیدل دوی بیا هم په الله تعالی د ایمان راوړلو او د موسی په خبرو باندې د تصدیق کولو نه لویې وکړه، او دوی داسې یو قوم و چې ګناهونه به یې کول، او د باطل څخه به یې ډډه نه کوله، او د حق طرف ته نه تلل.

Al-A'raaf 7:133Listen in Qur'an →
134

وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ ٱلرِّجْزُ قَالُوا۟ يَٰمُوسَى ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ ۖ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا ٱلرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

او كله چې په دوى باندې عذاب راپرېوت (، نو) ويې ويل: اى موسٰی: ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه په هغه څه سره چې له تا سره يې وعده كړې ده، یقینًا كه ته زمونږ نه عذاب لرې كړې، مونږ به خامخا لازمًا په تا ایمان راوړو او خامخا لازمًا به له تا سره بني اسرائیل ولېږو (خوشې كړو)

او کله چې دوی ته پدې شیانو عذاب ورسیده دوی موسی -علیه السلام- ته مخه کړه، او هغه ته یې وویل: ای موسی! دعا وغواړه مونږ لره ستا د رب نه په هغه وجه چې تاته یې پیغمبري درکړې، او په هغه وجه چې تاسره یې وعده کړې په اوچتولو د عذاب نه په توبې سره چې زمونږ څخه دا عذاب پورته کړي، نو که چیرته تا په توبې سره زمونږ څخه دا عذاب لرې کړ، نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو، او ستا سره به بني اسرائیل ولیږو، او مونږ به یې خوشې کړو.

Al-A'raaf 7:134Listen in Qur'an →
135

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ ٱلرِّجْزَ إِلَىٰٓ أَجَلٍ هُم بَٰلِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ

نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ تر هغې مودې پورې چې دوى هغې ته رسېدونكي وو، ناڅاپه به دوى وعده ماته كړه

نو هر کله چې به مونږ د دوی نه عذاب د یوې نیټې پورې لرې کړ مخکې د هلاکولو د دوی نه په غرقیدلو سره نو په دغه وخت کې به دوی ماتول هغه لوظونه چې په خپلو ځانونو یې لازم کړي وو له ایمان راړلو نه او د لیږلو د بنی اسرایېلو نه، نو دوی بیا همیشوالی وکړ په خپل کفر باندې، او د موسی -علیه السلام- سره یې د بني اسرائېلو د لیږلو نه ډډه وکړه.

Al-A'raaf 7:135Listen in Qur'an →
136

فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَكَانُوا۟ عَنْهَا غَٰفِلِينَ

نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس په سمندر كې مو غرق كړل، ځكه چې یقینًا هغوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و او له هغو نه غافله وو

نو هر کله چې پوره شوه د دوی د هلاکت معلومه نیټه مونږ په دوی باندې زمونږ عذابونه راولیږل په غرقیدلو د دوی په بحر کې په سبب د تکذیب د دوی په آیتونو د الله تعالی او په سبب د مخ اړولو د دوی له هغه حق نه؛ چې دا آیتونه پرې دلالت کوونکي دي اوهیڅ شک پکې نشته.

Al-A'raaf 7:136Listen in Qur'an →
137

وَأَوْرَثْنَا ٱلْقَوْمَ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَٰرِقَ ٱلْأَرْضِ وَمَغَٰرِبَهَا ٱلَّتِى بَٰرَكْنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ ٱلْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ بِمَا صَبَرُوا۟ ۖ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُۥ وَمَا كَانُوا۟ يَعْرِشُونَ

او مونږه هغه خلق چې ضعيفه كولى شول د ځمكې د مشرقي اړخونو او د هغې د مغربي اړخونو وارثان وګرځول، هغه (اړخونه) چې مونږ په هغو كې بركت اچولى دى، او ستا د رب ډېره ښه كلمه په بني اسرائیلو باندې تمامه شوه، د دوى د صبر كولو په سبب او مونږه تباه كړې هغه (ودانۍ) چې فرعون او د هغه قوم به جوړولې او هغه چې دوى به لوړولې

او ورمو کړ بني اسرایېلو ته هغوی چې کمزوري به ګڼل فرعون او د هغه قوم د ځمکې د ختیځ او لویدیځ اړخونه، او لدې نه مراد د شام ښارونه دي، دا هغه ښارونه دي چې الله تعالی پکې برکت اچولی په راویستلو د فصلونو او د میوو د دې په ډیره ښه توګه، او پوره شوه ښایسته وعده د رب ستا -ای پیغمبره- هغه چې په دې آیت کې ذکر شوې ده: ((او مونږ غواړو چې احسان وکړو په هغو کسانو چې کمزوري کړی شوي وو په ځمکه کې او جوړ کړو مونږ دوی لره مشران د دین او جوړ کړو دوی لره وارثان د ځمکې).[القصص:۵]، نو الله تعالی دوی ته په ځمکه کې ځای ورکړ د دوی د صبر په وجه په هغو تکلیفونو چې دوی ته د فرعون او د هغه د قوم څخه رسیدلي وو، او وران کړل مونږ هغه فصلونه او د اوسیدو خونې چې دوی جوړول، او هغه چې دوی کوم قصرونه ودانول.

Al-A'raaf 7:137Listen in Qur'an →
138

وَجَٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتَوْا۟ عَلَىٰ قَوْمٍۢ يَعْكُفُونَ عَلَىٰٓ أَصْنَامٍۢ لَّهُمْ ۚ قَالُوا۟ يَٰمُوسَى ٱجْعَل لَّنَآ إِلَٰهًۭا كَمَا لَهُمْ ءَالِهَةٌۭ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌۭ تَجْهَلُونَ

او مونږه بني اسرائیل په سمندر پورې اېستل، نو دوى په داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو په عبادت قايم وو، وویل (بني اسرائیلو:) اى موسٰی! مونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ

او هغه مهال مو بني اسرائیل له سمندر څخه واړول کله چې موسی (علیه السلام) هغه په خپله امسا وواهه او وچاودیده، نو دوی په داسې یو قوم باندې ورتیر شول چې هغوی همیشوالی کاوه په بندګۍ د خپلو بتانو چې د الله تعالی نه پرته یې د هغوی بندګي کوله، نو بني اسرایېلو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! جوړ کړه مونږ لره یو بت چې مونږ یې بندګي کوو لکه څنګه چې دوی لره بتان دي او دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي، موسی -علیه السلام- دوی ته وویل: ای زما قومه! یقینا تاسو داسې یو قوم یاست نه پوهیږئ په هغه څه چې د الله تعالی حق جوړیږي د هغه د توحید او لویۍ نه، او په هغه څه چې نه ښائې د هغه سره د شرک او د بل چا د بندګي نه.

Al-A'raaf 7:138Listen in Qur'an →
139

إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ مُتَبَّرٌۭ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَٰطِلٌۭ مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

بېشكه دا خلق (چې دي) تباه دى هغه (دین) چې دوى په هغه كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي

یقینا دا کسان چې همیشه د خپلو بتانو بندګي کوي هلاک به کړي دوی لره هغه څه چې دوی پکې دي د غیر الله له بندګۍ نه، او باطلې هم دي ټولې هغه نیکیانې چې دوی یې کوي د دې وجې نه چې دوی په بندګۍ کې د الله تعالی سره بل څوک شریک کړي.

Al-A'raaf 7:139Listen in Qur'an →
140

قَالَ أَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَٰهًۭا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ

(موسٰی) وویل: ایا زه تاسو ته له الله نه سِوا معبود ولټوم، حال دا چې هغه (الله) تاسو په عالمونو باندې غوره كړي یئ

موسی -علیه السلام- خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! زه څرنګه تاسو لره پرته له الله تعالی نه بل څوک حقدار د بندګۍ ولټوم چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي وکړئ، او حال دا چې تاسو لیدلي د هغه د غټو معجزاتو نه هغه چې تاسو لیدلي، او هغه پاک او لوی ذات تاسو غوره کړي یاست په مخلوقاتو د خپلې زمانې د هغو نعمتونو له وجې نه چې په تاسو یې کړي د هلاکولو د دښمن ستاسو نه، او وارثان ګرځول تاسو لره په ځمکه کې، او طاقت او قدرت درکول تاسو لره په دې ځمکه کې؟!

Al-A'raaf 7:140Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.