قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ
جادوګرانو وویل: بیشکه مونږ ایمان راوړ په پالونکي د ټولو خلکو.
سُورَةُ الأَعۡرَافِ
Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies
Ayahs 121–130 of 206
قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ
جادوګرانو وویل: بیشکه مونږ ایمان راوړ په پالونکي د ټولو خلکو.
رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
د موسٰی او د هارون په رب
چې رب د موسی او هارون -علیهما السلام- دی، نو یواځې هغه مستحق د بندګۍ دی پرته له نورو په دروغو سره معبودانو.
قَالَ فِرْعَوْنُ ءَامَنتُم بِهِۦ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَمَكْرٌۭ مَّكَرْتُمُوهُ فِى ٱلْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا۟ مِنْهَآ أَهْلَهَا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
فرعون وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا لازمًا یو مكر (سازش) دى چې تاسو په دې ښار كې (دا) مكر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له دې (ښار) نه د هغه اوسېدونكي وباسئ، نو ژر به تاسو پوه شئ
فرعون هغوی ته په ګواښوونکي ډول وویل وروسته د ایمان راړولو د هغوی نه یواځې په الله تعالی باندې: تاسو د موسی خبره ومنله مخکې له دې چې زه درته اجازه وکړم؟ یقینا ستاسو په هغه باندې ایمان راوړل او تصدیق کول ستاسو هغه څه لره چې موسی پرې راتګ کړی خامخا یوه دوکه او چل دی چې تاسو او موسی یوځای جوړکړی د دې لپاره چې د دې ښار والا د خپل ښار نه وباسئ، نو زر دې چې تاسو به پوهه شئ -ای جادوګرانو- چې په تاسو به کوم عذاب راځي او تاسو ته به کومه سزا دررسیږي.
لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَٰفٍۢ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ
خامخا لازمًا به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادلې بدلې غوڅې كړم، بیا به خامخا لازمًا تاسو ټول په دار كړم
خامخا زه به پرې کړم د هر یو ستاسې نه ښي لاس او چپه پښه او یا چپ لاس او ښي پښه، بیا به تاسو ټول د کجورو په تنو پورې زوړند کړم چې دا به ستاسو لپاره عبرتناکه سزا وي او ویروونکي به وي هر هغه چا لره چې تاسو په دې حال کې وویني.
قَالُوٓا۟ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ
وویل (جادوګرو): بېشكه مونږ د خپل رب په طرف بېرته ورتلونكي یو
جادوګرانو د فرعون د ګواښ په جواب کې وویل: بیشکه مونږ یوازې خپل رب ته ګرځیدونکي یو، نو مونږ پروا نه کوو په هغو ګواښونو چې ته یې کوي.
وَمَا تَنقِمُ مِنَّآ إِلَّآ أَنْ ءَامَنَّا بِـَٔايَٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا ۚ رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًۭا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ
او ته بدې نه ګڼې زمونږ نه (هېڅ عمل) سوا له دې نه چې مونږ د خپل رب په ایتونو ایمان راوړى دى، كله چې دا (ایتونه) مونږ ته راغلل، اى زمونږه ربه! ته پر مونږ باندې صبر راتوى كړه او مونږ ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمانان یو
او ته بد نه ګڼې زمونږ څخه او غصه نه یې په مونږ باندې -ای فرعونه- مګر لدې وجې نه چې مونږ ایمان راوړی په معجزاتو د رب خپل هر کله چې مونږ ته د موسی -علیه السلام- په لاس راغلې، نو که چیرته دا داسې ګناه وي چې ملامتیا پرې ویلی شي نو بس دا زمونږ ګناه ده، بیا یې الله تعالی مخه کړه په دعا کولو سره په عاجزۍ کې: ای زمونږه ربه! راتوی کړې پر مونږ باندې صبر تر دې چې مونږ لره پټ کړي دا صبر د دې لپاره چې مونږ په حق باندې کلک شو، او یا الله مونږ لره مرګ راولې پداسې حال کې چې مسلمانان یو، غاړه کېښودونکي یو ستا حکمونو ته، تابعداري کوونکي یو ستا د پیغمبر.
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُۥ لِيُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَءَالِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْىِۦ نِسَآءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَٰهِرُونَ
او د فرعون د قوم مشرانو (فرعون ته) وویل: ایا ته موسٰی او د هغه قوم د دې لپاره (ازاد) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى وكړي او تا او ستا معبودان پرېږدي، وویل (فرعون): ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو
او د فرعون د قوم مشرانو او ملکانو فرعون ته وویل: ، په داسې حال کې چې هڅاوه یې هغه لره په موسی -علیه السلام- او د هغه په مومنانو ملګرو: آیا ته پریږدې -ای فرعونه- موسی او د هغه قوم د دې لپاره چې په ځمکه کې فساد خپور کړي، او پریږدي تا لره او ستا معبودانو لره، او رابلل وکړي یوازې د الله تعالی بندګۍته؟! فرعون وویل: خامخا زر دی چې وبه وژنو د بني اسرائیلو نران بچي، او مېرمنې به یې د خدمت لپاره پریږدو، او یقینا مونږ برلاسي یو پر دوی باندې؛ په زور غلبې او دلیل کې.
قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱصْبِرُوٓا۟ ۖ إِنَّ ٱلْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ وَٱلْعَٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
موسٰی خپل قوم ته وویل: تاسو له الله نه مدد وغواړئ او صبر كوئ، بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
وویل موسی -علیه السلام- پداسې حال کې چې وصیت کوونکی و خپل قوم ته: ای زما قومه! یوازې د الله تعالی څخه مدد وغواړئ د ضرر په دفع کولو او د فایدې په رانیولو کې، او صبر وکړئ په هغه امتحان چې تاسو پکې یاست، بیشکه ځمکه خاص الله تعالی لره ده، او د فرعون او د بل چا نده ترڅو پکې واک وکړي، او الله تعالی یې د خلکو تر منځ اړوي راړوي په خپله خوښه، خو لیکن اخري خایسته انجام په ځمکه کې د مومنانو دی هغوی چې د الله تعالی حکمونه مني او د هغه له منهیاتو څخه ځان ساتي، نو دا ځمکه دوی لره ده او اګر که دوی ته په دې کې مصیبتونه او امتحانونه ورسیږي.
قَالُوٓا۟ أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِيَنَا وَمِنۢ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
(بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟
له بني اسرائیلو څخه د موسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې د فرعون له لورې زمونږ د اولادونو په وژلو او د مېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو ، موسی -علیه السلام- ورته د نصیحت کولو پر مهال د اسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ.
وَلَقَدْ أَخَذْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ بِٱلسِّنِينَ وَنَقْصٍۢ مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ
اویقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د میوو په كم والي سره نیولي وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني
او یقینا مونږ سزا ورکړه فرعونیانو ته په وچکالۍ او قحطۍ سره، او هغوی مو د میوو او د زمکې د حاصلاتو په کمووالي سره وازمایل؛ د دې لپاره چې شاید دوی پند او نصیحت واخلي چې ګویا کې دوی ته چې کوم څه مصیبتونه راغلي وو بیشکه دا د دوی لپاره سزا وه؛ د دوی د کفر په وجه، نو الله تعالی ته به توبه وباسي.
Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.