Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 111–120 of 206

111

قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ

(خلقو) وویل: ته ده ته او د ده ورور ته مهلت وركړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه

هغوی فرعون ته وویل: مهلت ورکړه موسی او د هغه ورور هارون ته، او د مصر ښارونو ته استازي ولیږه چې جادوګران پکې راټول کړي.

Al-A'raaf 7:111Listen in Qur'an →
112

يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٍۢ

چې تا ته هر ښه پوه جادوګر راولي

چې راولي تاته دا استازي کوم چې تا د جادوګرانو د راټولو لپاره لیږلي د ښارونو نه؛ هر یو جادوګر چې خه ماهر وي په جادو کې او تکړه وي په خپل کردار کې.

Al-A'raaf 7:112Listen in Qur'an →
113

وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوٓا۟ إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَٰلِبِينَ

او جادوګر فرعون ته راغلل، ويې ويل: بېشكه زمونږ لپاره به لازمًا اجرت وي كه چېرې همدا مونږ غلبه موندونكي شو

نو ولیږل فرعون استازي د جادوګرانو د راټولو لپاره، پس هر کله چې جادوګران راغلل فرعون ته؛ پوښتنه یې ترې وکړه: آیا د دوی لپاره به جایزه وي که چیرته دوی په موسی باندې کامیاب شول د دوی د جادو په وجه؟

Al-A'raaf 7:113Listen in Qur'an →
114

قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ

(فرعون) وویل: هو! یقینًا لازمًا تاسو به له مقربینو څخه یئ

فرعون ورته داسې وویل: هو، ستاسو لپاره بدله او مزدوري شته، او تاسو به ماته د نزدې او منصبدارو خلکو څخه یاست.

Al-A'raaf 7:114Listen in Qur'an →
115

قَالُوا۟ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلْقِىَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ نَحْنُ ٱلْمُلْقِينَ

(جادوګرو) وویل: اى موسٰی! یا ته (امسا) وغورځوه او یا به همدا مونږ (خپلو رسيو او امساګانو لره) غورځوونكي یو

جادوګرانو په لویي او تکبر سره وویل په داسې حال کې چې په موسی -علیه السلام- باندې په خپله کامیابۍ ډاډه وو: ته غوره کړه -ای موسی- څنګه چې ته غواړې د شروع کولو نه ستا په غورځولو د هغه څه چې ته یې غورځوي او که مونږ یې ړومبی وغورځوو.

Al-A'raaf 7:115Listen in Qur'an →
116

قَالَ أَلْقُوا۟ ۖ فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ سَحَرُوٓا۟ أَعْيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَآءُو بِسِحْرٍ عَظِيمٍۢ

ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ

موسی -علیه السلام- ورته جواب ورکړ پداسې حال کې چې هغه ډاډه و د خپل رب له طرف نه په مدد سره او په هغوی یې هیڅ پروا نه وه: تاسو خپلې رسۍ (پړي) او امساګانې ورغورځوئ، نو هر کله چې هغوی وغورځولې د خلکو په سترګو یې جادو وکړ په اړولو د هغوی د سترګو د سم راګیرولو نه، او خلک یې وویرول، او راتګ یې وکړ په ډیر قوي او سخت جادو سره د خلکو په نظر کې.

Al-A'raaf 7:116Listen in Qur'an →
117

۞ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ

او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول

او الله تعالی خپل پیغمبر او کلیم (خبرې کړی شوي) موسی -علیه السلام- ته وحي (حکم) وکړ: چې وغورځوه -ای موسی- امسا خپله، نو هغه وغورځوله، او د هغې نه مار جوړ شو داسې چې د هغوی رسۍ ګانې او امساګانې یې تیرې کړلې هغه چې هغوی د حقیقت د اړولو لپاره استعمالولې، او خلکو ته یې داسې ښودله ګویا کې دا ماران دی چې منډې وهي.

Al-A'raaf 7:117Listen in Qur'an →
118

فَوَقَعَ ٱلْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول

نو ښکاره شو حق او معلوم شو ريښتیا د هغه څه چې موسی -علیه السلام- پرې راتګ کړی و، او معلوم شو بطلان د هغه جادو چې جادوګرانو جوړکړی و.

Al-A'raaf 7:118Listen in Qur'an →
119

فَغُلِبُوا۟ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُوا۟ صَٰغِرِينَ

نو دوى (ساحران) په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپك وګرځېدل

نو مغلوب شو او ناکام شول، او کامیاب شو موسی -علیه السلام- په دوی باندې په دغه ځای کې، او دوی وګرځیدل په داسې حال کې چې ذلیل او غصه کړی شوی وو.

Al-A'raaf 7:119Listen in Qur'an →
120

وَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ

او (جادوګر) وغورځول شول، په دې حال كې چې سجده كوونكي وو

نو نه وو حال ددې جادوګرانو کله چې یې د الله تعالی لوی قدرت ولیده، او ښکاره معجزات یې ولیدل، مګر دا چې الله تعالی ته سجده کوونکي پریوتل.

Al-A'raaf 7:120Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.