Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–110 of 206

101

تِلْكَ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآئِهَا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْكَٰفِرِينَ

دغه كلي دي چې مونږ يې تا ته څه خبرونه بیانوو، او یقینًا یقینًا دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو دوى كله هم داسې نه وو چې په هغه څه ایمان راوړي د څه چې يې مخكې تكذیب كړى و، همدارنګه الله د كافرانو په زړونو باندې مهر لګوي

دغه مخکني کلي - چې هغه د نوح، هود، صالح، لوط او شعیب -علیهم السلام- د قومونو کلي دي- مونږ بیانوو تاته او خبر درکوو تاته -ای پیغمبره- د دوی د حالاتو نه او هغه چې دوی کوم تکذیب او عناد کړی و او په دوی چې کوم عذاب راغلی و؛ د دې لپاره چې دا عبرت شي د هغه چا لپاره چې عبرت اخلي، او پند شي د هغه چا لپاره چې پند قبلوي، او بیشکه راغلي وو د دې کلیو والا ته پیغمبران د دوی په ښکاره دلیلونو د دوی په ریښتنولۍ، نو نه وو دوی چې ایمان یې راوړی وي د دې پیغمبرانو د راتګ په وخت کې د دې وجې نه چې مخکې لیکل شوی وو د الله تعالی په علم کې چې دوی به پدې باندې تکذیب کوي. او په شان د مهر لګولو د الله تعالی په زړونو د دې کلو والاو باندې کومو چې د خپلو پیغمبرانو تکذیب کړی؛ مهر لګوي الله تعالی په زړونو د کفر کوونکو په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې، نو د ایمان طرف ته هدایت نشي موندلی.

Al-A'raaf 7:101Listen in Qur'an →
102

وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍۢ ۖ وَإِن وَجَدْنَآ أَكْثَرَهُمْ لَفَٰسِقِينَ

او مونږ په دوى كې د زیاترو هېڅ وعده نه ده موندلې (چې دوى پرې وفا كړې وي) او بېشكه مونږ د دوى زیاتره لازمًا نافرمان (وعده ماتوونكي) موندلي دي

او مونږ ندي موندلي ډیر د هغو امتونو نه چې پیغمبران ورته لیږل شوي وو په وفا او کلکوالي کې په هغه څه چې الله تعالی ورته پرې حکم کړی و، او مونږ نه وو موندلي دوی لره غاړه کیښودل د هغه حکمونو ته، بلکې مونږ موندلي وو زیات د دوی نه وتونکي د الله تعالی د تابعدارۍ نه.

Al-A'raaf 7:102Listen in Qur'an →
103

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَظَلَمُوا۟ بِهَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ

بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغه سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى په دې (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟

بیا مونږ ولیږه وروسته د دې پیغمبرانو نه موسی -علیه السلام- په معجزاتو او ښکاره دلیلونو خپلو سره هغه چې دلالت کوونکي وو د هغه په ریښتنولۍ فرعون او د هغه قوم ته، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې انکار یې وکړ په دې معجزو او کفر یې پرې وکړ، نو ته په غور سره وګوره -ای پیغمبره- څرنګه شو اخري انجام د فرعون او د هغه د قوم، نو بیشکه الله تعالی هغوی په غرقیدلو سره تباه کړل، او راویې لیږه په دوی پسې لعنت په دنیا او اخرت کې.

Al-A'raaf 7:103Listen in Qur'an →
104

وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰفِرْعَوْنُ إِنِّى رَسُولٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

او موسٰی وویل: اى فرعونه! بېشكه زه د رب العلمین له جانبه رسول یم

او وویل موسی -علیه السلام- کله چې الله تعالی فرعون ته ولیږه او هغه ته ورغی: ای فرعونه! بیشکه زه رالیږل شوی یم له طرفه د پیداکوونکي د ټولو مخلوقاتو چې د هغوی څښتن دی او د هغوی د ټولو چارو برابروونکی دی.

Al-A'raaf 7:104Listen in Qur'an →
105

حَقِيقٌ عَلَىٰٓ أَن لَّآ أَقُولَ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِىَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ولېږه)

وویل موسی -علیه السلام-: او هر کله چې زه د هغه له طرفه رالیږل شوی یم نو زه ډیر حقدار یم په دې خبره چې ونه وایم په الله تعالی باندې مګر حق خبره، بیشکه ما راتګ کړی تاسو ته په ښکاره دلیل چې دلالت کوي زما په ریښتنولۍ او په دې چې یقینا زه رالیږل شوی یم د خپل رب له طرف نه تاسو ته، نو پریږده زما سره بنی اسرائیل د هغه بند او ظلم نه چې دوی پکې دي.

Al-A'raaf 7:105Listen in Qur'an →
106

قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِـَٔايَةٍۢ فَأْتِ بِهَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

وویل (فرعون) كه چېرې تا كومه نښه راوړې وي، نو هغه راوړاندې كړه، كه چېرې ته له رښتینو څخه يې

فرعون موسی -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا راوړي وي کومه معجزه لکه ته چې ګومان کوې نو رایې وړه که ته په خپله دعوی کې ریښتونی یې.

Al-A'raaf 7:106Listen in Qur'an →
107

فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌۭ مُّبِينٌۭ

نو هغه خپله اَمسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه ښكاره اژدها وه

نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله نو غټ ښامار ترې جوړ شو ښکاره و هغه چاته چې لیدلو یې.

Al-A'raaf 7:107Listen in Qur'an →
108

وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّٰظِرِينَ

او خپل لاس يې راوښكه، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپین و

او خپل لاس یې راوویست او ښکاره یې کړ د خپل ګریوان له طرفه د خپلې سینې او یا د خپل تخرګ نه؛ نو تک سپین راووته چې برګی مرض پرې نه و، پړقیده لیدونکو ته د ډیر سپینوالي له وجې نه.

Al-A'raaf 7:108Listen in Qur'an →
109

قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٌۭ

د فرعون د قوم مشرانو وویل: بېشكه دا خامخا ډېر پوه جادوګر دى

او وویل مشرانو او ملکانو کله چې یې د امسا بدلیدل په ښامار ولیدل او د لاس سپینیدل یې ولیدل پغیر د برګي مرض نه: ندی موسی مګر جادوګر دی داسې جادوګر چې ډیر پوهه او ماهر دی.

Al-A'raaf 7:109Listen in Qur'an →
110

يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ ۖ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ

دا غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو څه حكم كوئ

دې دا کارونه د دې لپاره کوي چې تاسې د دې خپلې خاورې څخه وباسي، چې دا د مصر خاوره ده. بیا فرعون د دوی نه د موسی -علیه السلام- باره کې مشوره وغوښتله داسې یې ورته وویل: تاسو ما ته د دې باره کې څه نظر راکوئ؟

Al-A'raaf 7:110Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.