Muslim99Muslim99
← Tafsir library

1. Al-Faatiha

The Opening · Meccan · 7 ayahs

سُورَةُ ٱلْفَاتِحَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–7 of 7

1

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

د الله په نامه د قرآن لوستل پیلوم، له هغه مرسته غواړم او د هغه د نوم په یادولو برکت ترلاسه کوم. او په بسم الله کې د الله تعالی درې ښایسته نومونه دی: ۱- (الله) یعنې: په حقه سره د عبادت وړ. او دا د الله تعالی ځانګړی نوم دی او بل څوک په دې نوم نه نومول کېږي. ۲- (الرحمن) یعنې: د پراخه لورینې څښتن. هغه په خپل ذات کې لورین دی. ۳- (الرحیم) یعنې: د پرله پسې لورینې څښتن دی. هغه چا ته چې خوښه یې شي لورینه پرې کوي په ځانګړي ډول پر خپلو مؤمنو بنده ګانو باندې.

Al-Faatiha 1:1Listen in Qur'an →
2

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى

بشپړه ستاينه او د حمدونو ټول ډولونه يوازې د الله د کمال او جلا له صفتونو څخه دي، نه د بل چا، ځکه هغه د هرڅه پالونکی، پيداکوونکی او تدبيرکوونکی دی، او عالمیان د عالم جمع ده او له الله تعالی پرته هرڅه ته عالم ويل کيږي.

Al-Faatiha 1:2Listen in Qur'an →
3

ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

په وړاندني آیت کې پس د الله له حمد څخه د الله تعالی ستاینه ده.

Al-Faatiha 1:3Listen in Qur'an →
4

مَٰلِكِ يَوْمِ ٱلدِّينِ

د بَدلې د ورځې مالك دى

د الله تعالی لویي چې همدې د قیامت په ورځ د هر څه څښتن دی، او هیڅ نفس د بل نفس لپاره د هيڅ شي واک نه لري. پس (یوم الدین) قیامت: د بدلې او حساب ورځ ده.

Al-Faatiha 1:4Listen in Qur'an →
5

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو

یوازې تا ځانګړی کوو په هر ډول بندګۍ او طاعت سره، هیڅوک تا سره شریک نه جوړوو، او یوازې له تا څخه په خپلو ټولو کارونو کې مرسته غواړو. ټول خیر یوازې ستا په لاس کې دی، له تا پرته بل څوک مرستندوی نه شته.

Al-Faatiha 1:5Listen in Qur'an →
6

ٱهْدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ

ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه

مونږ ته نیغه لاره وښایه، پر هغې مو برابر کړه او پر هغې مو ټینګ (کلک) کړه، مونږ ته ډېره لارښوونه (هدایت) وکړه او (الصراط المستقیم) هغه څرګنده لار ده چې کوږوالی په کې نه وي، چې هغه اسلام دی، په کوم باندې چې الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم رالېږلی دی.

Al-Faatiha 1:6Listen in Qur'an →
7

صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ ٱلْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ

د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي

لار د هغو کسانو چې تا پر هغوی باندې انعام (پېرزوینه) کړې ده چې هغوی ته دې هدایت کړی دی؛ لکه انبیاء، صدیقین، شهیدان او صالحین او له هغوی سره ملګرتیا څومره ښکلې ده، نه لاره د هغو کسانو چې غضب شوی دی پر هغوی باندې، هغوی چې حق يې وپېژانده خو تابعداري یې نه کوي، لکه یهود، او نه لاره د هغو کسانو چې له حق څخه ګمراهان دي، هغه کسان چې حق ورته نه دی ښودل شوی، ځکه چې دوی د حق او هدایت په غوښتلو کې سستي (کمي) کړې ده، لکه نصاری.

Al-Faatiha 1:7Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.