Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 109

51

أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ ءَامَنتُم بِهِۦٓ ۚ ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ

ایا بیا به تاسو په دې (عذاب) ایمان راوړئ كله چې واقع شي؟ ایا اوس (ایمان راوړئ چې عذاب نازل شو؟)!، حال دا چې یقینًا تاسو وئ چې د دغه (عذاب) به مو جلتي كوله

آيا وروسته لدې چې هغه سزا پر تاسو راشي چې ژمنه يې درسره شوې وه، تاسو ايمان راوړئ چې هغه مهال به هيچاته يې ايمان ګټه ونه رسوي چې مخکې يې ايمان نه وي راوړی؟ آيا اوس ايمان راوړئ، حال داچې له دې مخکې مو سزا په بيړه غوښتله د درواغ ګڼلو په ډول.

52

ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ

بیابه ظالمانو ته وویل شي: تاسو د همېشه والي عذاب وڅكئ، تاسو ته سزا نه دركولى شي مګر په سبب د هغه (عمل) چې تاسو به كاوه

بيا د هغوی په سزا کې له ننه اېستلو او د هغوی لخوا د وتلو له غوښتنې وروسته به ورته وويل شي: په آخرت کې تلپاتې سزا وڅکئ، آيا تاسو ته له هغه کفر او ګناهونو پرته د بل څه بدله درکول کيږي چې کول مو؟!.

53

۞ وَيَسْتَنۢبِـُٔونَكَ أَحَقٌّ هُوَ ۖ قُلْ إِى وَرَبِّىٓ إِنَّهُۥ لَحَقٌّۭ ۖ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ

او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې ایا دا حق دى؟ ته (ورته) ووایه: هو! پخپل رب مې دې قسم وي چې بېشكه دغه خامخا حق دى او تاسو (له الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ

ای پېغمبره! مشرکان به له تا د خبر غوښتنه کوي: آيا دغه سزا چې زموږ سره يې ژمنه شوې ده حق ده؟ ورته ووايه: هو، بېشکه په الله قسم هغه حق ده او تاسو له هغې تېښته کوونکي نه ياست.

54

وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍۢ ظَلَمَتْ مَا فِى ٱلْأَرْضِ لَٱفْتَدَتْ بِهِۦ ۗ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ۖ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

او كه چېرې يقينًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېږي

که چیرې د هر مشرک د پاره ټول هغه غوره مالونه چې په ځمکه کې دي وي، هرومرو به يې د الله له سزا د خلاصون لپاره بدل وګرځوي که چېرې هغه ته د فديه ورکولو فرصت ورکړل شي، مشرکان به خپله پښېماني پټه کړي کله چې د قيامت په ورځ سزا وويني، الله به په عدل د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې پر هغوی به ظلم نه کيږي، يوازې پر خپلو کړنو به سزا ورکول کيږي.

55

أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

اګاه شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، اګاه شئ! بېشكه د الله وعده حقه ده او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي

خبر اوسئ بېشکه د آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي پاچايي يوازې الله لره ده، خبر اوسئ بېشکه کافرانو ته د الله لخوا د سزا ژمنه ترسره کېدونکې ده هيڅ شک پکې نشته، خو د هغوی ډېری پردې نه پوهيږي؛ نو شک کوي.

56

هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

هغه ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د هغه په طرف به تاسو ورګرځولى شئ

هغه پاک ذات مړي بېرته را پاڅوي، ژوندي مړه کوي، يوازې هغه ته مو د قيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو پر کړنو به مو سزا درکړي.

57

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُم مَّوْعِظَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌۭ لِّمَا فِى ٱلصُّدُورِ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ

اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى

ای خلکو! بېشکه تاسو ته قرآن راغی په هغو کې يادونه، هڅونه او وېرونه ده، هغه د زړونو د شک او تردد ناروغيو لپاره درملنه ده او د حق لارې ته لارښوونه ده، په هغه کې د مؤمنانو لپاره لورېينه ده؛ نو ترې ګټه اخېستونکي دي.

58

قُلْ بِفَضْلِ ٱللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِۦ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا۟ هُوَ خَيْرٌۭ مِّمَّا يَجْمَعُونَ

ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي

ای رسوله! خلکو ته ووايه: کوم قرآن مې چې درته راوړی هغه د الله لخوا پر تاسو پېرزوينه ده، د هغه لخوا درباندې لورېينه ده؛ نو پرتاسو د الله په پېرزوينه او د هغه په لروېينه چې د دغه قرآن نازلول دي خوشحاله شئ، نه له هغو دوو پرته پر بل شي، کوم څه چې هغوی ته محمد صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي لخوا راوړي دي هغه غوره دي له هغه څه څخه چې هغوی يې ټولوي د له منځه تلونکې دنيا له توښې څخه.

59

قُلْ أَرَءَيْتُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍۢ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًۭا وَحَلَٰلًۭا قُلْ ءَآللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ ۖ أَمْ عَلَى ٱللَّهِ تَفْتَرُونَ

ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبرراكړئ! هغه رزق چې الله تاسو لپاره نازل كړى دى، نو تاسو له هغه نه څه حرام او څه حلال ګرځولى دى، ته (ورته) ووایه: ایا الله تاسو ته د دې اجازت (خبر) دركړى دى، یا تاسو په الله پورې دروغ تړئ؟

ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ چې الله پر تاسو دروزۍ په نازلولو پېرزوينه کړې ده، خو تاسو د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ پرې عمل وکړ، ځينې مو حرام وګڼل او ځينې مو حلال، هغوی ته ووايه: آيا الله تاسو ته حلال ګرځولي دي د هغه څه حلالول کوم چې تاسو حلال وګڼل او د هغه څه حرامول کوم چې تاسو حرام وګڼل يا تاسو پر هغه درواغ تړئ؟!.

60

وَمَا ظَنُّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ

او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي

پر الله درواغ تړونکي څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ به پر هغوی څه راځي؟! آيا هغوی ګومان کوي چې بخښنه به ورته وشي؟! ډېره لرې ده، بېشکه الله پر خلکو د پېرزوينې څښتن دی چې هغوی ته مهلت ورکوي او په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، خو د هغوی ډېری دالله له نعمت څخه نټه کوونکي دي چې پرې کړی يې دی؛ نو شکر يې نه وباسي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.