Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 109

41

وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّى عَمَلِى وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنتُم بَرِيٓـُٔونَ مِمَّآ أَعْمَلُ وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تَعْمَلُونَ

او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ

ای پېغمبره که چېرې دې قوم ته درواغجن ګڼلی وې نو ته ورته ووايه: ما لره زما د کړنې بدله ده او زه به د خپلې کړنې پايله زغمم، تاسو لره ستاسو د کړنې بدله ده او پر تاسو يې سزا ده، تاسو د هغه څه له سزا بېزاره ياست چې زه يې کوم او زه د هغه څه له سزا بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.

42

وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَعْقِلُونَ

او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته په غور سره غوږ نیسي، ایا نو ته كڼو ته اورول كولى شي اګر كه دوى عقل هم ونه لري؟

او له مشرکانو ځينې -ای پېغمبره- تا ته داسې غوږ نيسي کله چې ته قرآن لولې چې له منلو او باور کولو سره تړاو نلري، آيا ته هغه چا ته آورول کولی شې چې د اورېدلو توان يې له لاسه ورکړی وي؟! همدارنګه به هيڅکله د دغو کسانو پر لارښوونه ونه توانېږې چې له حق څخه ګونګيان دي؛ نو پرې پوهيږي.

43

وَمِنْهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يُبْصِرُونَ

او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته ګوري، ایا نو ته ړندو ته لار ښودلى شي اګر كه هغوى لیدل هم نه كوي

ای رسوله! له مشرکانو ځينې په سرسري کتلو درته ګوري نه په خپل بصيرت سره، آيا ته هغوکسانو ته د ليدو توان ورکولی شې چا چې خپلې سترګې له لاسه ورکړې وي؟! بېشکه ته دغه نشې کولئ، همدارنګه هغه چاته لارښوونه نشې کولئ چې بصيرت نلري.

44

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ ٱلنَّاسَ شَيْـًۭٔا وَلَٰكِنَّ ٱلنَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

بېشكه الله په خلقو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلق پر خپلو ځانونو ظلم كوي

بېشکه الله پر خپلو بندګانو له ظلم کولو پاک دی، هغه يوه ذره ظلم هم نه پرې کوي، خو هغوی داسې کسان دي چې د تباهۍ ځايونو ته په ورښکته کولو پر خپلو ځانو ظلم کوي، د باطل، لويۍ او ضد په موخه د تعصب له امله.

45

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةًۭ مِّنَ ٱلنَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱللَّهِ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ

او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو

کله چې الله د قيامت په ورځ خلک د خپل حساب لپاره را پاڅوي، داسې به وي ګواکې هغوی د دنيا او برزخ په ژوند کې يې د ورځې يوه ګړۍ تېره کړې ده نه زيات، ځينې به ځينې پکښې وپېژني، بيا به يې پېژندګلوي د قيامت د سختو حالاتو د ليدو له امله ختمه شي، زيان وکړ هغو کسانو چې د قيامت په ورځ له خپل پالونکي سره مخامخ کېدل يې درواغ ګڼل او د بېرته راڅېدو پر ورځ په دنيا کې باور کوونکي نه وو، ترڅو له زيان خوندي شوي وای.

46

وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ ٱللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ

او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږه يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي

ای رسوله! يا به تاته ستا له مرګ مخکې ځينې هغه سزا در وښيو چې له هغوی سره مو يې ژمنه کړې وه يا به دې مخکې له دې واخلو(مړکړو)، په دغه دواړو حالتونو کې د قيامت په ورځ د هغوی موږ ته راګرځېدل دي، بيا الله لیدونکی دی د هغه څه چې هغوی کول، له هغه څه پټ نه دي او ژر به هغوی ته پر کړنو يې سزا ورکړي.

47

وَلِكُلِّ أُمَّةٍۢ رَّسُولٌۭ ۖ فَإِذَا جَآءَ رَسُولُهُمْ قُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

او دهر امت لپاره یو رسول و، نو كله چې به د هغوى رسول راغى د هغوى په مینځ كې به په انصاف سره فیصله وكړى شوه، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كېده

له مخکينيو امتونو څخه هر امت لره رسول و چې ورته لېږل شوی و، کله يې چې هغوی ته هغه څه ورسول چې د رسولو امر ورته شوی و، هغوی درواغجن وګاڼه، د هغوی او رسول ترمنځ يې په عدل پرېکړه وشوه؛ نو الله په خپله پېرزوينه رسول وژغوره او امت يې د عدالت له مخې تباه کړ او پر هغوی د کړنو له بدلې يې هيڅ ظلم نه کيږي.

48

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

او دوى وايي: دا وعده كله ده كه چېرې تاسو رښتیني یئ؟

اودغه کافران به د ضد کوونکو او ننګوونکو په حالت کې وايي: د هغې سزا وخت کله دی چې تاسو يې له موږ سره ژمنه کړې وه که چېرې په هغه څه کې رېښتيني واست چې دعوی يې کوئ؟!

49

قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى ضَرًّۭا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۚ إِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةًۭ ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یو نېټه ده (، نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى نه یوه ګړۍ وروسته كېږي اونه مخكې كېږي

ای رسوله! ورته ووايه: زه خپل ځانته د کوم زيان واک نلرم چې زيان ور ورسوم او نه يې ترې مخه نيولی شم، نه د کومې ګټې چې ګټه ور ورسوم؛ نو څنګه به له ځان پرته بل ته د ګټې او يا د هغه د زيان واک ولرم؟ خو دا چې الله له دغه څه وغواړي؛ نو څنګه به زه پر پټو پوه شم؟ له امتونو د هر هغه امت لپاره چې الله يې د تباهۍ ژمنه کړې ده د هغوی د تباهي يو ټاکلی وخت دی، يوازې الله پرې پوهيږي، کله يې چې د تباهۍ وخت راشي، له هغه به هيڅ وخت وروسته نشي او نه به مخکې شي.

50

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُهُۥ بَيَٰتًا أَوْ نَهَارًۭا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ ٱلْمُجْرِمُونَ

ته (دوى ته) ووایه: تاسو خبر راكړئ! كه چېرې په تاسو د هغه عذاب د شپې راشي، یا د ورځې، (نو) څه دى هغه (عذاب) چې مجرمان يې په تلوار غواړي؟

ای رسوله! دغو د سزا په بيړه غوښتونکو ته ووايه: ماته خبر اکړئ که چېرې د الله سزا د شپې يا ورځې په هر وخت کې در باندې راشي، کوم څه دي چې تاسو يې له سزا په بيړه غواړئ؟!

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.