Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 109

31

قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَٰرَ وَمَن يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُ ۚ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ

ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ!

ای رسوله! ووايه دغه پر الله شرک کوونکو ته: څوک د آسمان له لوري پر تاسو د باران په اورولو روزي درکوي؟ او څوک له ځمکې روزي درکوي چې شنې ګياوې پکې را شنې کوي او هغه خزانې درکوي چې ځمکه پرې مشتمله ده؟ څوک ژوندی له مړي راباسي لکه انسان له نطفې څخه، مرغه له هګۍ څخه، څوک مړی له ژوندي راباسي لکه نطفه له حيوان څخه، هګۍ له مرغه څخه؟ څوک د آسمانونو، ځمکې او کوم مخلوقات چې پکې دي تدبير نيسي؟؛نو ژر به هغوی ځواب ووايي چې د دغو ټولو کوونکی الله دی، هغوی ته ووايه: آيا پر دغه نه پوهېږئ او له الله نه وېرېږئ د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره؟!.

32

فَذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقِّ إِلَّا ٱلضَّلَٰلُ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ

نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟

ای خلکو! دا هغه ذات چې دغه ټول کوي هغه الله حق ستاسو پيداکوونکی دی، ستاسو د چارو تدبير کوونکی دی، د حق له پېژندنې وروسته له لرې والي او ضايع کولو پرته بل څه دي؟؛ نو عقلونه مو له دغه څرګند حقه چېرې تللي دي؟!.

33

كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ فَسَقُوٓا۟ أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

همدارنګه ستا د رب كلمه په هغو كسانو باندې چې فسق يې كړى دى، ثابته شوه چې یقینًا دوى ایمان نه راوړي

لکه څنګه چې په حقه ربوبيت يوازې الله ته ثابت شو، ای رسوله! ستا د پالونکي د تقدير وينا همداسې پر هغو خلکو ثابته شوه چې له حق څخه د ضد له امله وتلي دي چې هغوی ايمان نه راوړي.

34

قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ

ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟

ای رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: آيا ستاسو د هغو شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ څوک شته چې پرته له مخکېنۍ بېلګې يې مخلوق پيداکړی وي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؟ ورته ووايه: الله مخلوق پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکوي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؛ نو څنګه ای مشرکانو له حق څخه باطل ته ورګرځئ؟!

35

قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَهْدِى لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّىٓ إِلَّآ أَن يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ

ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو په تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟

ای رسوله! ورته ووايه: آيا ستاسو د شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ داسې څوک شته چې حق ته لارښوونه وکړي؟ هغوی ته ووايه: يوازې الله حق ته لارښوونه کوي؛ نو آيا هغه څوک چې د خلکو حق ته لارښوونه کوي او ورته رابولي يې، غوره دی چې پيروي يې وشي يا ستاسو هغه معبودان چې په خپله لارورکي دي خو دا چې بل څوک يې لارښوونه وکړي؟! څه دي تاسو لره څنګه پر باطل پرېکړه کوئ کله چې دا ګومان کوئ چې هغوی له الله سره شريکان دي؟! الله ستاسو له وينا په ډېر لوړوالي لوړ دی.

36

وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ

او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي

مشرکان ډېری د هغه څه پيروي کوي چې هغوی لره پرې پوهه نشته، يوازې د وهم او شک پيروي کوي، شک د پوهې ځای ناستی نشي کېدلی او نه څه ګټه رسولی شي، بېشکه الله ښه پوه دی پر هغه څه چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو څه ترې پټ نه دي او هغوی ته به پرې سزا ورکړي.

37

وَمَا كَانَ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه پرته په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته

دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک د هغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی د هغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، د هغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې شک نشته چې هغه د مخلوقاتو د پالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی.

38

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍۢ مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ

بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم د هغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې د خپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به د دغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې د ژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن د الله له لوري نازل کړل شوی دی.

39

بَلْ كَذَّبُوا۟ بِمَا لَمْ يُحِيطُوا۟ بِعِلْمِهِۦ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلظَّٰلِمِينَ

بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى۔، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟

هغوی ځواب ورنکړ، بلکې د قرآن په درواغ ګڼلو کې يې کوښښ وکړ، مخکې تر دې چې پرې پوه شي او فکر پکې وکړي او مخکې تر دې چې هغه سزا ورته ورسيږي چې پرې ډارول شوي وو، حال دا چې د دغه راتګ رانېږدې شو، د دغه درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو هم تکذيب کړی و؛ نو هغه سزا پرې راغله کومه چې پرې راغله، فکر وکړه ای پېغمبره! د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه، بېشکه الله هغوی تباه کړل.

40

وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِٱلْمُفْسِدِينَ

او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې په ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى

له مشرکانو به ځينې پر قرآن مخکې له مړينې يې ايمان راوړي، ځينې به يې د ضد او لويۍ له امله پرې ايمان را نه وړي تردې چې مړه به شي، ای رسوله! ستا پالونکی پر هغو خلکو چې پر خپل کفر ټينګار کوي تر ټولو ډېر پوه دی او ژر به هغوی ته پر کفر يې سزا ورکړي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.