Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 109

91

ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ

ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې

آيا اوس ايمان راوړې وروسته له ژونده د ناهيله کېدوڅخه؟! حال دا چې ای فرعونه! تا د سزا له راتلو مخکې له الله سرغړونه کړې ده پر هغه د کفر او د هغه له لارې د راګرځولو له امله او ته له ورانکارو څخه وې د ځان په لارورکۍ کې او د نورو په لارورکولو کې.

92

فَٱلْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةًۭ ۚ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنْ ءَايَٰتِنَا لَغَٰفِلُونَ

پس نن ورځ به مونږ ستا بدن په لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي

نو نن دې ای فرعونه! له دريابه راباسو، په لوړه زمکه دې ګرځوو ترڅو هغه څوک درڅخه پند واخلي چې له تا وروسته راځي او بېشکه ډېری له خلکو زموږ له حجتونو او زموږ د قدرت له دلايلو بې خبره دي په هغو کې فکر نه کوي.

93

وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍۢ وَرَزَقْنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ فَمَا ٱخْتَلَفُوا۟ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه

بېشکه بنواسرائيل مو په ستايل شوې سيمه او خوښ کړل شوي ځای؛ د شام په مبارک ښار کې کوز کړل، هغوی ته مو پاکه حلاله روزي ورکړه، د خپل دين په چاره کې يې تر هغه اختلاف نه و کړی تر څو چې هغوی ته قرآن راغی؛ د هغه څه تصديق کوونکی و چې د محمد صلی الله عليه وسلم کوم صفت يې په تورات کې لوستی وو، کله يې چې له دغه څخه نټه وکړه سيمې ترې واخېستل شوې، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د قيامت په ورځ د هغوی تر منځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی پکښې اختلاف کولو؛ نو له هغوی به حق پلوي او باطل پلوي هر يوه ته د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې وي.

94

فَإِن كُنتَ فِى شَكٍّۢ مِّمَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ فَسْـَٔلِ ٱلَّذِينَ يَقْرَءُونَ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَآءَكَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ

نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه

که چېرې ای رسوله! په شک او حيرانتيا کې وې د هغه قرآن له حقيقته چې تاته مو نازل کړی دی؛ نو له يهودانو چې تورات لولي هغه څوک وپوښته چې ايمان يې راوړی او له نصاراوو چې انجيل لولي، ژر به دې خبر کړي پردې چې کوم څه پر تا نازل کړل شوي هغه حق دي، ځکه هغوی يې په کتابونو کې د هغه صفت مومي، ستا د پالونکي لخوا داسې حق درته راغی چې شک پکې نشته؛ نو ته له شک کوونکو څخه مه کېږه.

95

وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

او هیڅكله هم مه كېږه له هغو كسانو څخه چې د الله د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ګنې شې به ته له تاوانیانو څخه

او له هغو کسانو مه کېږه چې د الله حجتونه اوبرهانونه يې درواغ ګڼلي، چې پر دغه کار به له هغو زيانمنو څخه شې چې ځانونه يې د خپل کفر له امله د تباهۍ ځايونو ته ور اچولي دي، دغه ټول وېرول د شک او درواغ ګنلو د خطر بيانولو لپاره دي، که نه نبي معصوم دی چې له هغه دې دغه څه صادر شي.

96

إِنَّ ٱلَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ

بېشكه هغه كسان چې ستا د رب خبره پرې ثابته شوې ده، دوى ایمان نه راوړي

بېشکه پر هغو کسانو د الله پرېکړه ثابته شوه چې هغوی به پر کفر مړه کيږي پر کفر د ټينګار له امله يې، هغوی هيڅکله ايمان نه راوړي.

97

وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ ءَايَةٍ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ

اګر كه دوى ته هره نښه راشي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردناك عذاب وویني

او که څه هم هغوی ته هره شرعي او کوني نښه راشي تر دې چې هغوی دردوونکې سزا وويني؛ نو ايمان راوړي چې هغه مهال يې ايمان راوړل ورته ګټه نه رسوي.

98

فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍۢ

نو ولې یو داسې كلى نه و چې ایمان يې راوړى وى، بیا هغه ته د هغه ایمان فايده رسولې وى۔ غير د یونس له قوم نه كله چې دوى ایمان راوړ (، نو) مونږ له دوى نه په دنيايي ژوند كې د رسوايۍ عذاب لرې كړو او دوى ته مونږ تر یو وخته پورې فايده وركړه

داسې نه دي پېښ شوي چې له هغو ښارونو د کوم ښار خلکو دې د باور وړ ايمان راوړی وي چې موږ رسولان ورته لېږلي دي د سزا له ليدلو مخکې، نو ايمان يې ګته ورته رسولې وي د سزا له ليدو مخکې د ايمان د راتلو له امله، مګر د يونس قوم کله يې چې ايمان راوړ رېښتينی ايمان؛ موږ د دنيا په ژوند کې له هغوی د خوارۍ او رسوايۍ سزا پورته کړه او هغوی ته مو يې د مرګونو د وخت تر رسېدو پورې ګټه ورکړه.

99

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَءَامَنَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ ٱلنَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ

او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟

ای رسوله! که چېرې ستاپالونکي د ټولو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي ايمان راوړل غوښتی، هغوی به ايمان راوړی وای، خو دغه يې د يو حکمت له مخې نه دي غوښتي، هغه په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او په خپله پېرزوينه چې چاته وغواړي لارښوونه ورته کوي، ستا په توان کې نه دي چې خلک اړ کړې ترڅو مؤمنان شي، هغوی ته د ايمان راوړلو توفيق يوازې د الله په لاس کې دی.

100

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ ٱلرِّجْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ

او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) له الله سره او هغه (الله) عذاب په هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي

او هيڅوک نشي کولی چې له خپل لوري ايمان راوړي خو دا چې د الله اراده وشي؛ نو ايمان راوړل يوازې د الله په خوښه راځي، ستا نفس دې پر هغوی د افسوسونو له امله له منځه نه ځي، الله سزا او رسوايي پر هغو خلکو ګرځوي چې د هغه حجتونه، برهانونه، حکمونه او نواهي نشي درک کولی.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.