Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 81–90 of 109

81

فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ ٱلسِّحْرُ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبْطِلُهُۥٓ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ ٱلْمُفْسِدِينَ

پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي

کله چې هغوی ورسره شته جادو وغورځاوه، موسی عليه السلام ورته وويل: څه چې مو ښکاره کړل هغه کوډې دي، بېشکه الله به ژر هغه څه باطل کړي چې تاسو وکړل هيڅ اغېز به ونلري، بېشکه تاسو د خپل جادو په مټ په ځمکه کې ورانکاري ياست او الله د هغه چا کار نه سموي چې ورانکاری وي.

82

وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ

او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي

الله حق ثابتوي او په خپلو تقدیري کلماتو او له شرعي کلماتو څخه په حجتونو او برهانونو ځای ورکوي، که څه هم دغه کار د فرعون له پېروانو ګناهګاره کافرانو ته ښه نه ښکاري.

83

فَمَآ ءَامَنَ لِمُوسَىٰٓ إِلَّا ذُرِّيَّةٌۭ مِّن قَوْمِهِۦ عَلَىٰ خَوْفٍۢ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْمُسْرِفِينَ

نو په موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و

قوم د مخ اړولو ټينګه اراد ه کړې وه؛ نو موسی عليه السلام سره له دې چې له څرګندو نښانو او ښکاره حجتونو سره راغلی و، چا رېښتينی ونه ګاڼه پرته د هغه د قوم بنواسرائيلو له يو څو ځوانانو څخه، چې هغوی هم له فرعون او د هغه د قوم له لويانو له خپل ايمانه د اړولو وېره لرله ځکه هغوی ته يې سزا ورڅکله که د هغوی حال ورته ښکاره شوی و، بېشکه فرعون لويي کوونکی پر مصر او د هغو پر اوسېدونکو واکمن دی او هغه بني اسرائيلو ته په کفر، وژنه او سزا ورکولو کې له بريده اوښتونکو څخه دی.

84

وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ

او موسٰی وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو (داسې) یئ چې په الله مو ایمان راوړى دى، نو خاص په هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مسلمانان یئ

موسی عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که مو پر الله حق ايمان راوړی وي؛ نو يوازې پر هغه باور وکړئ که تاسو مسلمانان ياستئ، پر الله بروسه له تاسو د بدۍ مخه نيسي او خير درته راجلبوي.

85

فَقَالُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةًۭ لِّلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ

پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه

موسی عليه السلام ته يې ځواب ورکړ ويې ويل: يوازې پر الله مو بروسه کړې ده، ای زموږ پالونکيه پر موږ ظالمان مه واکمن کوه، چې د دين په اړه مو په فتنه کې واچوي په سزا راکولو، وژلو او له دين څخه په اړولو.

86

وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ

او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه

ای زموږ پالونکيه په خپله لورېينه مو د فرعون له کافر قوم څخه وژغوره، بېشکه هغوی موږ مرېيان وګرځولو او په سزا راکولو او ژولو يې وځورلو.

87

وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًۭا وَٱجْعَلُوا۟ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةًۭ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

او مونږ موسٰی او د هغه ورور ته وحي وكړه دا چې تاسو د خپل قوم لپاره په مصر كې څه كوټې مقررې كړئ او خپلې كوټې قبله وګرځوئ او تاسو لمونځ قايموئ او ته مومنانو ته زېرى وركړه

او موسی او د هغه ورور هارون عليهما السلام ته مو وحي وکړه، چې تاسو دواړه مو د قوم لپاره په مصر کې یو ټاکلی کور د الله د عبادت لپاره وګرځوئ، او خپل کورونه مو د قبلې بيت المقدس لوري ته وګرځوئ او بشپړ لمونځ وکړئ، او ای موسی! مؤمنان د الله پر هغه مرسته او تاييد او د هغوی د دښمن پر تباهۍ او په ځمکه کې يې پر ځای ناستي کېدو خبر کړه چې هغوی خوشحالوي.

88

وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَآ إِنَّكَ ءَاتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُۥ زِينَةًۭ وَأَمْوَٰلًۭا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا ٱطْمِسْ عَلَىٰٓ أَمْوَٰلِهِمْ وَٱشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا۟ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ

او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى په زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني

موسی عليه السلام وويل: ای زموږ پالونکيه! بېشکه تا فرعون او د هغه له قومه اشرافو ته د دنیا ښکلا او زينت ورکړي دي او هغوی ته دې د دغې دنيا په ژوند کې مالونه ورکړي دي، هغوی ستا په ورکړه ستا شکر نه دی اېستلی، بلکې پر هغو مالونو يې ستا له لارې د لارورکۍ مرسته غوښتې ده، ای زموږ پالونکيه مالونه يې ختم کړه او له منځه يې يوسه، زړونه يې سخت کړه، چې ايمان را نه وړي مګر کله چې دردوونکې سزا وويني چې هغه مهال يې ايمان راوړل ګټه نه ورته رسوي.

89

قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَٱسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ

ويې ويل: یقینًا ستاسو د دواړو دعا قبوله كړى شوه، لهذا سم ولاړ اوسئ او هیڅكله هم د هغو خلقو د لارې پیروي مه كوئ چې نه پوهېږي

الله وايي: ستاسو دواړو دعا مې قبوله کړه ای موسی او هارونه! د فرعون او د هغه د قوم د اشرافو پر خلاف؛ نو پر خپل دين مو ثابت اوسئ او له هغه د هغو ناپوهانو لارې ته مه اوړئ چې د حق په لاره نه پوهيږي.

90

۞ وَجَٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُۥ بَغْيًۭا وَعَدْوًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدْرَكَهُ ٱلْغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱلَّذِىٓ ءَامَنَتْ بِهِۦ بَنُوٓا۟ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

اومونږه بني اسرائیل له بحر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره د دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو (ډوبېدو) راونیوه، ده وویل: ما ایمان راوړ په دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم

د بنواسرائيلو لپاره مو له دريابه تېرېدل آسانه کړل وروسته له چاودلو يې تر دې چې هغوی خوندي ترې تېرشول، فرعون او د هغه لښکرې په ظلم او تيري ورپسې وو، تردې چې درياب پرې راغی، ډوب شو او له ژغورنې ناهيلی شو، ويې ويل: ايمان مې راوړی چې پر حقه معبود نشته مګر هغه ذات چې بني اسرائيلو پرې ايمان راوړی دی او زه هغه لره په پيروۍ له غاړې اېښودونکو څخه يم.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.