Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 71–80 of 109

71

۞ وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِى وَتَذْكِيرِى بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَعَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوٓا۟ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةًۭ ثُمَّ ٱقْضُوٓا۟ إِلَىَّ وَلَا تُنظِرُونِ

او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ

کيسه بيان کړه ای رسوله! دغو مشرکانو ته چې د نوح عليه السلام خبره يې درواغ وګڼله کله چې هغه خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که چېرې زما اوسېدل ستاسو ترمنځ درباندې بوج شوي وي او زما لخوا د الله د نښانو يادونه او زما نصيحت درباندې سخت شوي وي، زما د وژلو هوډ مو کړی وي؛ نو ما يوازې پر الله بروسه کړې ده ستاسو د دوکې په ترسره کولو کې، خپل کارمو پياوړی کړئ، زما د وژلو تکل وکړئ او خپل معبودان مو را وبولئ ترڅو ترې مرسته وغواړئ، بيا دې ستاسو چل پټ ګونګ نه وي، زما د وژلو لپاره ستاسو د تدبير وروسته تاسو هغه وکړئ چې پټوئ يې او يوه لحظه مې هم مه وروسته کوئ.

72

فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

نو كه تاسو وګرځېدئ، پس ما له تاسو نه هېڅ مزدوري نه ده غوښتې، زما اجر يواځې په الله دى او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه

که چېرې تاسو زما له بلنې مخ اړولی وي نو تاسو پوه ياست چې ما د خپل پالونکي په پيغام رسولو له تاسو کومه بدله نه ده غوښتې، زما بدله يوازې پر الله ده، پر ما مو ايمان راوړی وي او که مو کفر کړی وي، او الله امر راته کړی چې په پيروۍ او نېک عمل هغه لره له غاړه اېښودونکو شم.

73

فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَعَلْنَٰهُمْ خَلَٰٓئِفَ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ

پس هغوى د ده تكذیب وكړ، نو مونږ ده ته او هغه چا ته چې له ده سره په بېړۍ كې (سواره) وو، نجات وركړ او مونږ دوى خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړل او هغه كسان مو غرق كړل چا چې زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و، نو ته وګوره د وېرول شویو انجام څنګه و؟

قوم يې هغه درواغجن وګاڼه، هغه يې رېښتينی ونه ګاڼه؛ نو هغه او له مؤمنانو چې څوک په کښتۍ کې ورسره وو ومو ژغورل او له هغوی د مخکينيو لپاره مو ځای ناستي وګرځول او هغه کسان مو تباه کړل چې نښانې او د طوفان دليلونه يې درواغ ګڼلي وو؛ نو ای رسوله فکر وکړه چې د هغه قوم د چارو پايله څنګه وه چې نوح عليه السلام وېرولي وو، خو هغوی ايمان نه و راوړی.

74

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْمُعْتَدِينَ

بیا مونږ له ده نه بعد خپلو قومونو ته نور رسولان ولېږل، نو هغوى ته يې څرګند دلیلونه راوړل، پس دوى داسې نه وو چې په هغه څه يې ایمان راوړى وى چې له دې نه مخكې يې د هغه تكذیب كړى و، همدارنګه (په دې وجه) مونږ د زیاتي كوونكو په زړونو مهر لګوو

بيا څه موده وروسته مو په نوح عليه السلام پسې نور رسولان خپلو قومونو ته يې ولېږل، رسولان يې خپلو امتونو ته له نښانو او دلايلو سره راغلل خو د هغوی د رسولانو په درواغ ګڼلو د خپل پخواني ټينګار له امله يې اراده نه وه چې ايمان راوړي؛ نو الله يې پر زړونو مهر ولګاوه، د دغه مهر غوندې چې د پخوانيو رسولانو د امتونو پر زړونو مو لګولی د هغو کافرانو پر زړونو په هر وخت او هرځای کې مهر لګوو چې د کفر له امله د الله له پولو اوښتونکي دي.

75

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ وَهَٰرُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ بِـَٔايَٰتِنَا فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ

بیا مونږ له دوى نه بعد موسٰی او هارون ولېږل په ښكاره معجزو سره فرعون او د هغه سردارانو ته، نو هغوى تكبر وكړ او دوى مجرمان خلق وو

بيا وروسته له څه مودې مو په دغو رسولانو پسې موسی او دهغه ورور هارون د مصر پاچا فرعون او د هغه د قوم لويانو ته ولېږل، هغوی دواړه مو له داسې نښانو سره ولېږل چې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې وې، خو هغوی پر هغه څه له ايمان راوړلو لويي وکړه چې هغوی دواړه ورسره راغلي وو، هغوی ګناهکار قوم وو، پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله.

76

فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوٓا۟ إِنَّ هَٰذَا لَسِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ

پس كله چې زمونږ له خوا نه دوى ته حق راغى، دوى وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادو دى

کله چې فرعون او د هغه له قومه لويانو ته هغه دين راغی چې موسی او هارون عليهما السلام راوړی و، هغوی د هغو نښانو په اړه چې دلالت کوونکې وې د هغه څه پر رېښتينولۍ چې موسی راوړي و وويل: بېشکه هغه ښکاره جادو دی حق نه دی.

77

قَالَ مُوسَىٰٓ أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ ۖ أَسِحْرٌ هَٰذَا وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّٰحِرُونَ

موسٰی وویل: ایا تاسو حق ته (جادو) وایئ كله چې تاسو ته راغى، ایا جادو دا دى؟، حال دا چې جادوګر خو برى نه مومي

موسی پر هغوی د نيوکې کوونکي په ډول وويل: آيا حق ته جادو وايئ چې کله درته راشي؟ هيڅکله نه، هغه جادو نه دی، بېشکه زه ښه پوهېږم چې جادوګر هيڅکله نشي بریالی کېدلی؛ نو ما لره به د هغه راکړه ورکړه څنګه وي؟!.

78

قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ

دوى وویل: ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږه د هغې (لارې) نه واړوي چې په هغې مونږ خپل پلرونه موندلي دي او په ځمكه كې تاسو دواړو ته لويي (غلبه) حاصله شي؟ او مونږه په تاسو دواړو ایمان راوړونكي نه یو

د فرعون قوم موسی عليه السلام ته په ځواب ورکولو وويل: آيا له دغه جادو سره راغلې تر څو موږ له هغه دينه واړوې چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي او پاچايي ستا او ستا د ورور شي؟ موږ تاسو دواړو لره ای موسی او هارونه! پدې اقرار کوونکي نه يو چې تاسو رسولان ياست او موږ ته رالېږل شوي ياست.

79

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ٱئْتُونِى بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٍۢ

او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر) جادوګر راولئ

فرعون خپل قوم ته وويل: ماته هر داسې کوډګر چې ماهر وي او هغه لره دقيق وي راولئ.

80

فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ

نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ

کله چې هغوی فرعون ته ساحران راوستل، موسی عليه السلام هغوی ته وويل په داسې حال کې د هغوی پر وړاندې په خپله بريا باوري و: وغورځوئ ای ساحرانو هغه څه چې تاسو يې غورځوونکي ياست.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.