Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 61–70 of 109

61

وَمَا تَكُونُ فِى شَأْنٍۢ وَمَا تَتْلُوا۟ مِنْهُ مِن قُرْءَانٍۢ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ ۚ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَآ أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرَ إِلَّا فِى كِتَٰبٍۢ مُّبِينٍ

او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې اونه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي

او نه ته له کارونو په کوم کار کې بوخت وې او نه قرآن لولې ای رسوله! او نه تاسو ای مؤمنانو کوم کار ترسره کوئ خو دا چې موږ تاسو وينو پر تاسو پوه يو او آورو مو چې کله په کار پيل کوئ او پکې بېړه کوئ، ستا د پالونکي له پوهې د يوې ذرې په اندازه څه نه په آسمان کې او نه په ځمکه کې پټېدلی شي، نه د ذرې له اندازې کوچنی شی او نه لوی شی شته خو دا چې په هغه څرګند کتاب کې ليکل شوي دي چې نه کوچنۍ خبره او نه لويه خبره پرېږدي مګر شمېري يې.

62

أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي

خبر اوسئ بېشکه د الله پر دوستانو به د قيامت له راتلونکو حالاتو څخه نه وېره وي او نه به هغوی د دنيا په پاتې شويو برخو غمجنيږي.

63

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي

دغه دوستان هغه کسان دي چې پر الله او دهغه پر رسول صلی الله عليه وسلم په ايمان راوړلو متصف دي او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي.

64

لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَٰتِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ بدلول نشته، همدغه ډېر ستر برى دى

هغوی لره د خپل پالونکي لخوا په دنيا کې د هغه څه زېری دی چې خوشحاله کوي يې په ښو خوبونو او يا د خلکو لخوا په ستاينه سره، او د پرېښتو لخوا د ارواوو د اخېستو پر مهال زېری دی، له مرګ وروسته او په حشر کې، په هغه څه کې بدلون نشته چې الله یې له هغوی سره ژمنه کړې ده، دغه بدله لويه بريا ده، ځکه په هغې کې د موخې ترلاسه کول دي او له وېرې ژغورل دي.

65

وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

او د دوى وینا دې تا غمژن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

ای رسوله! د دغو خلکو په طعنه او په دين کې عيب ويلو مه غمجنېږه، بېشکه برلاسي او غلبه ټول الله لره دي، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، هغه د هغوی د ويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی او ژر به هغوی ته پرې سزا ورکړي.

66

أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَمَا يَتَّبِعُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُرَكَآءَ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ

خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي

خبر اوسئ يوازې الله لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي چې په ځمکه کې دي، د کوم شي پيروي کوي هغه مشرکان چې له الله پرته يې د شريکانو عبادت کوي؟! هغوی په حقيقت کې يوازې د شک پيروي کوي، هغوی الله ته د شريکانو په نسبت کولو کې يوازې درواغ وايي، الله د هغوی له وينا په لوی لوړوالي لوړ دی.

67

هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَسْمَعُونَ

دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري

هغه يوازې داسې ذات دی ای خلکو! چې تاسو لره يې شپه داسې ګرځولې ده تر څو له خوځښت او ستړيا څخه پکې آرامه شئ، ورځ يې رڼا ګرځولې ده تر څو په هغې د هغه څه کوښښ وکړئ چې تاسو ته مو په ژوند کې ګټه رسوي، بېشکه په دغه کې څرګند دلايل دي د هغه قوم لپاره چې د باور او منلو وړ اورېدل کوي.

68

قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًۭا ۗ سُبْحَٰنَهُۥ ۖ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ۖ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَٰنٍۭ بِهَٰذَآ ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟

له مشرکانو يوې ډلې وويل: الله پرېښتې لوڼې ګرځولې دي، الله د هغوی له وينا پاک دی، هغه پاک ذات له ټولو مخلوقاتو يې بې پروا دی، هغه لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي ده چې په ځمکه کې دي، ای مشرکانو ستاسو سره مو په خپله دغه وينا کوم دليل نشته، آيا پر الله لويه وينا تړئ کله چې هغه ته د زوی نسبت کوئ، پر حقيقت يې نه پوهېږئ پرته له دليله يې وايئ؟!.

69

قُلْ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ

ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي

ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه کسان چې پر الله درواغ تړي هغه ته د زوی په نسبت کولو سره؛ پر هغه څه به بريالي نشي چې غواړي يې او نه به له هغه څه وژغورل شي چې ترې ډاريږي.

70

مَتَٰعٌۭ فِى ٱلدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ ٱلْعَذَابَ ٱلشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ

په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ دوى ته ډېر سخت عذاب ورڅكوو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه

هغوی دې نه دوکه کيږي چې د دنيا له خوندوروشيانو او پېرزوينو ګټه اخلي، هغه له منځه تلونکې لږ توښه ده، بيا يې د قيامت په ورځ موږ ته را ګرځېدل دي، بيا به سخته سزا وروڅکو پر الله د کفر او د هغه د رسول د درواغ ګڼلو له امله يې.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.