أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ ءَامَنتُم بِهِۦٓ ۚ ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ
ایا بیا به تاسو په دې (عذاب) ایمان راوړئ كله چې واقع شي؟ ایا اوس (ایمان راوړئ چې عذاب نازل شو؟)!، حال دا چې یقینًا تاسو وئ چې د دغه (عذاب) به مو جلتي كوله
آيا وروسته لدې چې هغه سزا پر تاسو راشي چې ژمنه يې درسره شوې وه، تاسو ايمان راوړئ چې هغه مهال به هيچاته يې ايمان ګټه ونه رسوي چې مخکې يې ايمان نه وي راوړی؟ آيا اوس ايمان راوړئ، حال داچې له دې مخکې مو سزا په بيړه غوښتله د درواغ ګڼلو په ډول.