الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْحَكِيمِ
الف، لام، را، دا له حكمت نه د ډك كتاب ایتونه دي
الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو. په دغه سورت کې دغه لوستل شوي آیتونه د هغه محکم، باوري پر حکمت او حکمونو مشتمل قرآن آيتونه دي.
سُورَةُ يُونُسَ
Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies
Ayahs 1–10 of 109
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْحَكِيمِ
الف، لام، را، دا له حكمت نه د ډك كتاب ایتونه دي
الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو. په دغه سورت کې دغه لوستل شوي آیتونه د هغه محکم، باوري پر حکمت او حکمونو مشتمل قرآن آيتونه دي.
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ ٱلنَّاسَ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ ٱلْكَٰفِرُونَ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌۭ مُّبِينٌ
ایا د خلقو لپاره دا تعجب دى چې مونږ په دوى كې یو سړي ته دا وحي وكړه چې ته خلق ووېروه او هغو كسانو ته زېرى وركړه چې ایمان يې راوړى دى چې یقینًا د دوى لپاره د خپل رب په نیز لویه رښتینې مرتبه ده۔ (نو) كافرانو وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادوګر دى
آيا د خلکو د حيرانتيا لامل دا و چې موږ وحي د هغوی له جنسه پر يو سړي نازله کړه؛ چې هغوی ورته امر کوونکي وو تر څو يې د الله له سزا و وېروي؟ ای پېغمبره! خبر ورکړه هغوکسانو ته چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه څه چې خوشحاله کوي يې، دا چې هغوی لره د خپل پالونکي په وړاندې يې لوړه مرتبه ده د هغه نېک عمل په بدل کې چې مخکې يې لېږلی، کافرانو وويل: بېشکه دغه سړی چې دغه آيتونه يې راوړي دي يو څرګند کوډګر دی.
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ إِذْنِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ
بېشکه ستاسو پالونکی ای تعجب کوونکو! هغه الله دی چې لوی آسمانونه او پراخه ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړي دي، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو؛ نو څنګه ستاسو له جنسه د يو سړي په لېږلو يې تعجب کوئ؟ هغه يوازې په خپله پراخه پاچاهي کې پرېکړه کوي او اندازه کوي يې، هيڅوک د هغه په وړاندې سپارښتنه نشي کولی مګر سپارښت کوونکي د هغه له اجازې او خوښې وروسته، دغه پر دغو صفتونو یاد هغه الله ستاسو پالونکی دی؛ يوازې هغه ته مو عبادت ځانګړی کړئ، آيا د هغه پر يووالي له دغو ټولو دلايلو او حجتونو پند نه اخلئ؟ چا لره چې لږ پند اخېستل هم و هغه پر دغه پوه شو او ايمان يې پرې راوړ.
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًۭا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُۥ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ شَرَابٌۭ مِّنْ حَمِيمٍۢ وَعَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ
خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى په انصاف سره بدله وركړي او نېك عملونه يې كړي دي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه
د قيامت په ورځ مو يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، ترڅو مو د کړنو بدله درکړي، الله له خلکو سره داسې رېښتيني ژمنه کړې چې مخالفت يې نه کوي، بېشکه هغه پر دغه ځواکمن دی، د مخلوق را منځته کول پرته له مخکينۍ بېلګې پيلوي، بيا يې له مرګ وروسته راګرځوي، ترڅو هغه پاک ذات په عدل هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی له نېکيو څه نه کموي او نه يې په بديو کې څه ورزياتوي، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر پېغمبرانو يې کفر کړی، هغوی لره د څښاک سختې ګرمې اوبه دي چې کولمې يې پرې کوي، پر الله او پېغمبرانو يې د کفر له امله هغوی لره دردوونکې سزا ده.
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلشَّمْسَ ضِيَآءًۭ وَٱلْقَمَرَ نُورًۭا وَقَدَّرَهُۥ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۚ يُفَصِّلُ ٱلْءَايَٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ
هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ۔، الله دا (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي
او هغه داسې ذات دی چې لمر يې رڼا ورکوونکی او رڼا خپروونکی ګرځولی او سپوږمۍ يې داسې رڼا کړې چې رڼا يې غوښتل کيږي، د هغې تګ يې په شمېر اته ويشت منزلو ته اندازه کړی، يو منزل هغه مسافه ده چې سپوږمۍ يې هره ورځ او شپه پرې کوي، ترڅو ای خلکو تاسو له لمر د ورځو او له سپوږمۍ د مياشتو او کلونو شمېر معلوم کړئ، الله آسمانونه، ځمکه اوڅه چې په هغو کې دي يوازې په حقه پيداکړي دي، تر څو خپل ځواک او لويي خلکو ته وښيي، الله پر خپل يووالي دغه څرګند دليلونه او ښکاره برهانونه هغه قوم ته بيانوي چې پر دغه له استلال کولو پوهيږي.
إِنَّ فِى ٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَءَايَٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَّقُونَ
بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي
بېشکه پر خلکو د شپې او ورځې پرله پسې راتګ، کومه تياره او رڼا چې له دغو سره مل وي، له هغوی دواړو د يو لنډوالی او اوږدوالی، څه مخلوقات چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، دا د الله پر ځواک د هغه قوم لپاره دلالت کوونکې نښې دي چې له الله څخه د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وېريږي.
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا وَرَضُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱطْمَأَنُّوا۟ بِهَا وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنْ ءَايَٰتِنَا غَٰفِلُونَ
بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او په دنيايي ژوند راضي شوي دي او په دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي
بېشکه هغه کافران چې له الله سره د مخامخ کېدو هيله نلري چې ترې وډار شي او يا هغه وغواړي، د آخرت د تلپاتې ژوند په بدل کې د دنيا په پای ته رسيدونکي ژوند خوښ دي، پر هغو د خوښۍ له امله يې زړونه ډاډه دي، دا هغه کسان دي چې د الله له نښانو او دلايلو مخ اړوونکي او بې پروا دي.
أُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
دغه كسان، د دوى استوګنه اور دى، په سبب د هغه چې دوى به كول
دغه کسان چې پر دغو صفتونو یاد شوي دي د اوسېدو ځای يې چې ورځي به، هغه اور دی، د هغه څه د ترسره کولو له امله چې د قيامت له ورځې انکار کول او درواغ ګڼل دي.
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَٰنِهِمْ ۖ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَٰرُ فِى جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي
بېشکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان رواړی او ښه کارونه يې کړي دي الله به يې د ايمان له امله د هغوی داسې ښه کار ته لارښوونه وکړي چې د هغه خوښۍ ته رسوونکی وي، بيا به د قيامت په ورځ الله هغوی د تلپاتې نعمتونو جنتونو ته ننباسي، چې لاندې به ترې نهرونه بهيږي.
دَعْوَىٰهُمْ فِيهَا سُبْحَٰنَكَ ٱللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَٰمٌۭ ۚ وَءَاخِرُ دَعْوَىٰهُمْ أَنِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى
د هغوی بلنه (وينا) به په جنت کې د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانول وي، د الله لخوا هرکلی، د پرېښتو هرکلی او د هغوی يو بل ته هرکلی: به سلام ويل وي، د بلنې پای به يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي الله ستاينه وي.
Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.