Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 109

21

وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةًۭ مِّنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌۭ فِىٓ ءَايَاتِنَا ۚ قُلِ ٱللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ

او كله چې مونږ په خلقو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په ایتونو كې مكر كوي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو جلت دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو مكر كوئ

او کله چې مشرکانو ته د باران او آبادۍ څخه کومه پېرزوينه وروسته د وچ کالۍ او سختۍ څخه ورسيږي، هغوی سملاسي زموږ په آيتونو ملنډې او مسخرې کوي، ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: الله د تدبير له پلوه بيړه کوونکی، تاسو لره د استدراج او سزا له پلوه تيزي کوونکی دی، بېشکه ساتونکې پرېښتې هغه مکر ليکي چې تاسو يې تدبير نيسئ له هغوی څه نه پاتې کيږي؛ نو د هغوی له پيداکوونکي به څنګه پاتې شي؟ ژر به الله تاسو ته ستاسو پر مکر سزا درکړي.

22

هُوَ ٱلَّذِى يُسَيِّرُكُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا كُنتُمْ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍۢ طَيِّبَةٍۢ وَفَرِحُوا۟ بِهَا جَآءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌۭ وَجَآءَهُمُ ٱلْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍۢ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ ۙ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ

هم هغه دى چې تاسو په وچه او بحر كې ګرځوي، تر دې چې كله تاسو په كښتیو كې (سواره) شئ، او دا (كښتۍ) له دوى سره په ښې (موافقې) هوا سره روانې شي او په دې سره دوى خوشحاله شي (، نو) په دې (كښتیو) باندې سخت تېز باد راشي او په دې (خلقو) باندې له هر ځایه چپې راشي او دوى یقین وكړي چې بېشكه دوى ګېر كړى شول (بیا) دوى الله بلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین (عبادت) خالص كوونكي وي (او وايي) یقینًا كه چېرې تا مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به هرومرو لازمًا له شكر كوونكو څخه شو

ای خلکو! الله هغه ذات دی چې په وچه کې تاسو په خپلو پښو او سپرليو مو بيايي او همغه ذات دی چې په درياب کې په کښتيو کې مو بيايي، تردې چې کله تاسو په درياب کې په کښتيو کې وئ، پر هغوی سمه هوا چليږي، سپاره پر دغې سمه هوا خوشحاله وي، کله چې په همدغې خوشحالۍ کې وي، پر هغوی سخته تيزه هوا راشي، له هر لوري د درياب څپه پرې راشي او زيات ګمان يې راشي چې تباه کېدونکي دي، هغه مهال يوازې الله رابولي، له هغه سره هيڅوک نه شريکوي په داسې حال کې چې وايي: که چېرې دې له دغه تباه کوونکي کړاو څخه وژغورلو، هرومرو به تا لره پر هغې پېرزوينه شکر اېستونکي شو چې پر موږ دې کړې ده.

23

فَلَمَّآ أَنجَىٰهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُم ۖ مَّتَٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد كوي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو په هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول

کله یې چې دعا قبوله کړي او هغوی له دغه کړاو څخه وژعوري، سملاسي د کفر، ګناهونو او سرغړونو په ترسره کولو په ځمکه کې وران کاری کوي، ای خلکو! بيدار شئ، بېشکه ستاسو د بد تيري پايله ستاسو پر خلاف ده، الله ته ستاسو تېری زيان نشي رسولی، د دنيا په ختمېدونکي ژوند کې پر هغې ګټه واخلئ بيا مو موږ ته د قيامت په ورځ راګرځېدل دي؛ نو پر هغو ګناهونو به مو خبر کړو چې کول مو او پر هغو به سزا درکړو.

24

إِنَّمَا مَثَلُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ ٱلنَّاسُ وَٱلْأَنْعَٰمُ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذَتِ ٱلْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَٱزَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَآ أَنَّهُمْ قَٰدِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَىٰهَآ أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًۭا فَجَعَلْنَٰهَا حَصِيدًۭا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِٱلْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْءَايَٰتِ لِقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ

بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمانه نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى په دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجوده نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي

بېشکه د دنيا د هغه ژوند بېلګه چې تاسو مزې پکښې کوئ په تېز تېرېدو کې داسې ده لکه د هغه باران غوندې چې د ځمکې له شينکیو څخه چې کومې غلې او مېوې خلک خوري او کوم واښه او نور شيان چې څاروي يې خوري ګډ شي، تردې چې کله ځمکه خپل ښکلی رنګ واخلي او په ډول ډول شينکیو را شنه کولو ښايسته شي، څښتنان يې دا ګومان وکړي چې هغوی د هغه څه په رېبلو او راټولولو ځواکمن دي چې را شنه کړي يې دي، د هغو د تباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راشي؛ نو هغه داسې رېبل شوې وګرځوو لکه په نېږدې وخت کې چې بيخي په ونو او شينکیو آباده نه وه، لکه څنګه مو چې تاسو لره د دنيا حال او د هغې تېز تېرېدل بيان کړل، بيانوو دلايل او برهانونه د هغه چا لپاره چې فکرکوي او پند اخلي.

25

وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَىٰ دَارِ ٱلسَّلَٰمِ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ

او الله د سلامتۍ كور ته بلنه كوي او چا ته چې وغواړي هغه ته د نېغې لارې هدایت كوي

الله ټول خلک هغه جنت ته وربولي چې د سلامتيا کور دی، خلک له کړاوونو او غمونو پکښې ساتي او له مرګه خوندي وي، الله چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي د اسلام د دين توفيق ورکوي چې دغه د سلامتۍ کور ته رسوونکی دی.

26

۞ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ ٱلْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌۭ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌۭ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته) او د دوى مخونه به نه هېڅ تورګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي

د هغو کسانو لپاره چې په ښه توګه هغه پيروۍ ترسره کوي چې الله پرې واجبې کړې دي او له ګناهونو چې څه پرې حرام کړل شوي دي پرېږدي يې، ښه بدله ده، چې هغه جنت دی، او هغوی لره پردې زيات څه دي، چې هغه د الله کريم مخ ته کتل دي، د هغوی مخونه ګرد نه پټوي، نه يې خواري او رسوايي پټوي، دغه کسان چې په ښېګڼه متصف دي جنتيان دي تل پکښې اوسېدونکي وي.

27

وَٱلَّذِينَ كَسَبُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ جَزَآءُ سَيِّئَةٍۭ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌۭ ۖ مَّا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍۢ ۖ كَأَنَّمَآ أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًۭا مِّنَ ٱلَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

او هغه کسان چې د کفر او ګناهونو غوندې ناوړه کارونه يې کړي دي هغوی لره يې د ناوړه کار بدله ده چې ترسره کړی يې دی، د هغې جزا په څېر د الله سزا په آخرت کې هم ده، مخونه به يې خوارۍ او رسوايۍ پټ کړي وي، هغوی لره د الله د سزا په وړاندې کوم خنډ نشته کله چې پرې راشي، ګواکې مخونه يې د تورې شپې توروالی اغوستی دی د اور دود او توروالي به داسې زيات پټ کړي وي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي دوزخيان دي تل به پکې اوسېدونکي وي.

28

وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًۭا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ

او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان په خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه

ای رسوله! د قيامت ورځ در په ياد کړه، کله چې موږ ټول خلک را غونډ کړو، بيا هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې په الله شرک کړی وو، ووايو: ای مشرکانو! تاسو او ستاسو هغه معبودان چې له الله پرته مو يې عبادت کولو په خپلو ځايونو کې اوسئ، بيا موږ د معبودانو او د عبادت کوونکو ترمنځ بېلوالی راولو او معبودان له عبادت کوونکو بېزاره شي په داسې حال کې چې وايي: تاسو خو په دنيا کې زموږ عبادت نه کاوه.

29

فَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَٰفِلِينَ

نو الله ښه كافي ګواه دى زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې، بېشكه شان دا دى چې مونږ ستاسو له عبادته یقینًا ناخبره وو

هلته به يې هغه معبودان چې هغوی یې له الله پرته عبادت کړی و ترې بېزاره شي وايي به: الله شاهد دی او هغه بسنه کوي چې موږ ستاسو په عبادت خوښ نه وو، نه مو تاسو ته پرې امر کړی و او نه موږ ستاسو عبادت احساس کړی دی.

30

هُنَالِكَ تَبْلُوا۟ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّآ أَسْلَفَتْ ۚ وَرُدُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ مَوْلَىٰهُمُ ٱلْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول

په دغه لوی ځای کې به له هر چا څخه د هغه کار ازموينه اخېستل کيږي چې په دنيا کې يې ترسره کړی دی، مشرکان به خپل هغه حق پالونکي الله ته ور وګرځول شي چې د هغوی حساب يې په لاس کې دی او له هغوی به يې هغه د بوتانو سپارښت ولاړ شي چې له ځانه يې جوړولو.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.