Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 109

11

۞ وَلَوْ يُعَجِّلُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ ٱلشَّرَّ ٱسْتِعْجَالَهُم بِٱلْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ

او كه چېرې الله خلقو ته بدي جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نومونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي

که چېرې الله پاک د خلکو د هغې ښېرا په قبلولو کې بيړه کولی چې هغوی يې د غوسې په حال کې د خپلو ځانونو، اولادونو او مالونو لپاره کوي لکه د هغوی د خير دعا چې ژر قبلوي؛ نو هغوی به تباه شوي وای، خو الله هغوی ته مهلت ورکوي، هغه خلک پرېږدي چې له هغه سره د مخامخ کېدو هيله نلري، ځکه هغوی له سزا نه ډاريږي، هغوی پرېږدي په داسې حال کې چې تردد، تعجب او د حساب په ورځ کې شک کوونکي دي.

12

وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَٰنَ ٱلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنۢبِهِۦٓ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًۭا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُۥ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَآ إِلَىٰ ضُرٍّۢ مَّسَّهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

او كله چې انسان ته تكلیف ورسېږي (نو) په خپل اړخ باندې (پروت)، یا ناست، یا په ولاړه مونږ بلي، نو كله چې مونږ له هغه نه د هغه تكلیف لرې كړو (نو داسې) تېرېږي لكه چې ده مونږ نه وو بللي (د) هغه تكليف (لرې كولو) ته چې ده ته ور رسېدلى و، همدارنګه له حد نه تېرېدونكو ته هغه عملونه ښايسته كړى شول چې دوى به كول

کله چې له بريده اوښتونکي انسان بدن ته کومه ناروغي يا بدحالي ورسيږي، په خوارۍ او عاجزۍ مو د اړخ لګولو، ناستې او ولاړې په حالت کې رابولي، په دې هيله چې کړاو ځنې لرې کړل شي، کله يې چې موږ دعا قبوله کړو او کړاو ورڅخه لرې کړو، پر هغه څه روان شي چې مخکې پرې و، ګواکې موږ يې د ور رسېدلي کړاو په اړه ور بللي نه يو، لکه څنګه چې د دغه مخ اړوونکي لپاره په لار ورکۍ کې پاتې کېدل ښايسته کړل شوي دي همدارنګه له پولو اوښتونکو لپاره يې د کفر له امله هغه کفر او ګناهونه ښايسته کړل شوي دي چې ترسره کوي يې؛ نو نه يې پرېږدي.

13

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ ۙ وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ

او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قرنونه (مخكیني خلق) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو

بېشکه له تاسو مخکې مو ای مشرکانو! امتونه تباه کړل د خپلوپېغمبرانو د درواغ ګڼلو او ګناهونو د ترسره کولو له امله يې، په داسې حال کې چې کوم پېغمبران مو ورلېږلي وو هغوی له داسې څرګندو دلايلو سره ورته راغلل، چې د خپل پالونکي لخوا يې په راوړي شيانو کې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو هغوی سم نشول چې ايمان راوړي، د ايمان د وړتيا نه لرلو له امله، الله هغوی خوار کړل، د ايمان توفيق يې ور نکړ، لکه څنګه مو چې دغه ظالم امتونو ته سزا ورکړه همدارنګه هغوی ته ورته خلکو ته په هر وخت او هرځای کې سزا ورکوو.

14

ثُمَّ جَعَلْنَٰكُمْ خَلَٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ مِنۢ بَعْدِهِمْ لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ

بیا مونږه له هغوى نه وروسته تاسو په ځمكه كې ځاى ناستي جوړ كړئ، د دې لپاره چې مونږ وګورو تاسو څنګه عمل كوئ

بيا مو ای خلکو! د دغو درواغ ګڼونکو امتونو چې تباه مو کړل تاسو ځای ناستي ورګرځولئ، ترڅو وګورو چې څنګه کارونه کوئ، ايا ښه کار کوئ چې ثواب پرې درکړل شي او که بد کار کوئ چې سزا پرې درکړل شي؟.

15

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَاتُنَا بَيِّنَٰتٍۢ ۙ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا ٱئْتِ بِقُرْءَانٍ غَيْرِ هَٰذَآ أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أُبَدِّلَهُۥ مِن تِلْقَآئِ نَفْسِىٓ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ

او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې د خپل ځانه تبدیلي وكړم۔، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم

کله چې پر هغوی د الله پر يو والي دلالت کوونکي څرګند قراني آيتونه لوستل کيږي، له بېرته راپورته کېدو څخه هغه نټه کوونکي چې د ثواب هيله نلري او نه له سزا وېريږي وايي: ای محمده! له دغه قرآن چې د بوتانو پر ښګنځلو مشتمل دی پرته بل قرآن راوړه او يا د ځينو برخو يا ټول قرآن په نسخه کولو بدلون پکې راوله چې زموږ له غوښتنو سره سم وي، ورته ووايه: ای رسوله! دا سمه خبر نه ده چې زه يې بدل کړم او نه تر دې بل ښه راوړلی شم، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې څه وغواړي ترې بدلوي يې، زه يوازې د هغه څه پيروي کوم چې الله يې راته وحي کوي، بېشکه زه د لويې ورځې چې هغه د قيامت ورځ ده، له سزا وېرېږم که مې له الله سرغړونه وکړه ستاسو د خبرو په منلو کې چې تاسو يې غواړئ.

16

قُل لَّوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا تَلَوْتُهُۥ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَدْرَىٰكُم بِهِۦ ۖ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًۭا مِّن قَبْلِهِۦٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (، نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغه تاسو په ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟

ووايه ای رسوله:! که چېرې الله وغواړي چې زه پرتاسو قرآن ونه لولم؛ نو نه به مې وای لوستلی او نه به مې وای تاسو ته رسولی، که الله وغواړي تاسو به يې زما په ژبه پر قرآن نه وای خبر کړي، ستاسو په منځ کې مې اوږده موده تېره کړه چې څلوېښت کلونه وو، نه لوستل کولی شم او نه ليکل، نه دا ډول حالت غواړم او نه يې پلټنه کوم؛ نو آيا په عقلونو مو دا نشئ درک کولئ چې ما تاسوته کوم څه راوړي هغه د الله له لوري دي، په هغو کې زما هيڅ واک نشته؟!.

17

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْمُجْرِمُونَ

نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي، بېشكه شان دا دى چې مجرمان به خلاصى ونه مومي

له هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ تړي؛ نو زما لپاره به څنګه وي چې قرآن بدل کړم پر هغه د درواغ تړلو له امله، بېشکه حال دادی چې د الله له پولو اوښتونکي پر هغه د درواغ تړلو له امله په خپله غوښتنه کې نشي بريالي کېدلی.

18

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ سُبْحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله په هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي

مشرکان له الله پرته د ګمان کړل شويو معبودانو عبادت کوي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، پر حقه معبود چې کله وغواړي ګټه او تاوان رسولی شي، هغوی د خپلو معبودانو په اړه وايي: دغه زموږ لپاره منځګړي دي د الله په وړاندې زموږ سپارښتنه کوي؛ نو هغه زموږ پرګناهونو سزا نه راکوي، ورته ووايه: ای رسوله! آيا تاسو ښه پوه الله ته د هغه د شريک په اړه خبر ورکوئ، حال دا چې هغه خپل ځان لره په آسمانونو او ځمکه کې کوم شريک نه پېژني، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه باطل او دراوغو څخه چې مشرکان يې وايي.

19

وَمَا كَانَ ٱلنَّاسُ إِلَّآ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَٱخْتَلَفُوا۟ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

او خلق نه وو مګر یو امت، بیا دوى مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي

خلک يوازې يو مؤمن موحد امت وو، خو اختلاف يې وکړ؛ نو څوک ترې مؤمن پاتې شو، او چا کفر وکړ، که چېرې د الله دا پرېکړه نه وای تېره شوې چې هغه په دنيا کې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه پرېکړه نه کوي چې اختلاف يې پکښې کړی دی، بلکې د هغوی ترمنځ به په هغو کې د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، که دا نه وی، هرومرو به يې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه په دنيا کې پرېکړه کړې وای چې اختلاف پکې کوي؛ نو په سمه لار روان به له لار ورکي بېل شوی وای.

20

وَيَقُولُونَ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا ٱلْغَيْبُ لِلَّهِ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ

او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نوتاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم

مشرکان وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا داسې نښنه نده نازله کړل شوې چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي وي؟ ای رسوله! هغوی ته ووايه: د آيتونو نازلېدل پټ دي يوازې الله پرې پوهيږي، د هغه حسي نښانو انتظار وکړئ چې وړانديز کړې مو دي، زه هم ستاسو سره هغوته له انتظار کوونکو څخه يم.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.