Muslim99Muslim99
← Tafsir library

10. Yunus

Jonas · Meccan · 109 ayahs

سُورَةُ يُونُسَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–109 of 109

101

قُلِ ٱنظُرُوا۟ مَاذَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِى ٱلْءَايَٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَوْمٍۢ لَّا يُؤْمِنُونَ

ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي

ای رسوله! هغو مشرکانو ته چې له تا څخه د نښانو غوښتنه کوي ووايه: فکر وکړئ په آسمانونو او ځمکه کې کومې داسې نښانې دي چې د الله پر يووالي او قدرت دلالت کوونکې دي او د نښانو نازلول، حجتونه او رسولان هغه قوم ته ګته نشي رسولی چې په هغوی کې دا وړتيا نه وي چې ايمان دې راوړي پر کفر د ټينګار له امله يې.

102

فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِهِمْ ۚ قُلْ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ

پس دوى انتظار نه كوي مګر په شان د هغو خلقو د بدو ورځو چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي، ته (ورته) ووایه: پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه (هم) له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم

آيا دغه درواغ ګڼونکي انتظار کوي مګر د هغو پېښو غوندې ته چې الله پر پخوانيو درواغ ګنونکو امتونو راوستلې؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: د الله د سزا انتظار وکړئ بېشکه زه ستاسو سره د خپل پالونکي ژمنې ته له انتظار کوونکو څخه يم.

103

ثُمَّ نُنَجِّى رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

بیا مونږ خپلو رسولانو ته نجات وركوو او همدارنګه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى، پر مونږ ثابته ده دا چې مونږ به مومنانو ته نجات وركوو

بيا پر هغوی سزا نازلوو او خپل رسولان ژغورو او هغه کسان ژغورو چې له هغوی سره يې ايمان راوړی دی؛ نو هغوی ته هغه څه نه رسيږي چې قوم ته يې رسېدلي، لکه څنګه مو چې دغه رسولان او له هغوی سره مؤمنان وژغورل همدارنګه د الله رسول او له هغه سره مؤمنان په داسې حقه ژغورنه سره ژغورو چې پر موږ لازمه ده.

104

قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى شَكٍّۢ مِّن دِينِى فَلَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِنْ أَعْبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُمْ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

ته ووایه: اى خلقو! كه چېرې تاسوزما د دین په باره كې په شك كې یئ، نو زه خو د هغو څیزونو عبادت نه كوم چې تاسو يې له الله نه پرته (غير) عبادت كوئ او لېكن زه د هغه الله عبادت كوم چې تاسو وفات كوي او ما ته حكم كړى شوى دى دا چې زه شم له مومنانو څخه

ای رسوله! ووايه: ای خلکو که چېرې تاسو زما د هغه دين په اړه په شک وئ چې زه مو ورته رابولم حال داچې هغه د يووالي دين دی؛ نو زه ستاسو د دين د فساد په اړه باوري يم پيروي يې نه کوم، زه د هغه شيانو عبادت نه کوم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ بلکې زه د هغه چا عبادت کوم چې مړ کوي مې او ماته يې امر کړی چې له هغو مؤمنانو شم چې هغه لره د دين ځانګړي کوونکي دي.

105

وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًۭا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه

همدارنګه يې ماته امر کړی چې پر حق دين نېغ واوسم او ثابت پرې پاتې شم له ټولو اديانو هغه ته راکوږ وم، زه يې له دې څخه منع کړی يم چې پر هغه له شرک کوونکو څخه شم.

106

وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ ۖ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًۭا مِّنَ ٱلظَّٰلِمِينَ

او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته (دا) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې

ای پېغمبره! له الله پرته بتان، مجسمې او نور هغه شيان مه رابوله چې نه د ګټې واک لري چې ګټه درته ورسوي او نه د زيان چې زيان درته ورسوي، که چېرې دې د هغو عبادت وکړ؛ نو هغه مهال به ته له ظالمانو د الله پر حق او ځانو پر حق له تيري کوونکو څخه وې.

107

وَإِن يَمْسَسْكَ ٱللَّهُ بِضُرٍّۢ فَلَا كَاشِفَ لَهُۥٓ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍۢ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهِۦ ۚ يُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

ای پېغمبره! که چېرې الله کوم کړاو درته ورسوي او د ګرځولو طلب یې درڅخه وکړای شي؛ نو له هغه پاک ذات پرته بل کوم ګرځوونکی نشته، که هغه د کومې پېرزوينې ارداه درته ولري؛ نو څوک نشته چې د هغه پېرزوينه در څخه وګرځوي، له بندګانو چې چاته وغواړي خپله پېرزوينه ورته رسوي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته او له بندګانو يې د هغه چا لپاره ډېر بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.

108

قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍۢ

ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه دخپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم

ای رسوله! ووايه: ای خکو! بېشکه د خپل پالونکي لخوا نازل کړل شوی قران درته راغی، څوک چې په سمه لاره شو او ايمان يې پرې راوړ؛ نو ګټه يې همغه ته ور ګرځېدونکې ده، ځکه الله د بندګانو له پيروۍ بې پروا دی، څوک چې لارورکی شو؛ نو د لارورکۍ اغېز يې يوازې پرخپل ځان دی، الله ته يې د بندګانو سرغړونه زيان نه رسوي، ته پر هغوی څارونکی نه يې، زه مو کړنې څارم او پر هغو حساب درسره کوم.

109

وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَٱصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَٰكِمِينَ

او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى

ای رسوله! د هغه څه پيروي وکړه چې پالونکی يې دې درته وحي کوي او عمل پرې وکړه، او له قوم څخه دې د هغه چا پر تکليف چې مخالفت دې کوي او د کوم څه پر رسولو چې امر درته شوی د هغو پر رسولو صبر وکړه، همدغه ته دوام ورکړه ترڅو الله د هغوی ترمنځ په خپله پرېکړه سره پرېکړه وکړي چې په دنيا کې د هغوی پر خلاف ستا مرسته کول دي او په آخرت کې هغوی ته سزا ورکول دي که چېرې پر کفر مړه شي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.